یو افغان پولیس د اتوار په ورځ په هرات ولایت کې د پولیسو په یو تربیتي مرکز کې درې بهرني کارکونکي وژلي دي. افغان امنیتي او استخباراتي چارواکي وایي، دغه توپکچي د دې بهرنیو روزونکو یو افغان ژباړونکی هم ټپي کړی دی.
د راپورونو له مخې وايي، بریدګر د سیمه ایز پولیس مرکز لپاره کار کولو. دی وروسته د نیټو تر مشرۍ لاندې نړیوالو سوله ساتو مرستندویه ځواکونو په ډزو ووژلو.
د ایساف اعلامییه وايي، دغه درې واړه کارکونکي غیر سرکاري ټیکه داران وو چې د نیټو لپاره یې د روزونکو په توګه دنده تر سره کوله.
د افغان حکومتي ځواکونو لخوا د بهرنیو وژنه سږ کال په داسې حال کې سېوا شوې چې کابل نور افغان وګړي بهرتي کوي چې د 2014م کال تر پایه له پلان سره سم د نېټو ځواکونو تر وتو مخکې امنيتي چارې په خپله سمبال کړي.
د روان کال له پیله راهسیې تر اوسه 29 بهرني سرتېري یا غیر سرکاري ټيکه داران د افغان پولیس یا سرتېرو لخوا وژل شوي دي.