د لاسرسي ځای

په کراچۍ کې د چین کونسلګرۍ سره چاودنه



د کراچۍ ښار کلفټن په سېمه کې بمي چاودنه شوې ده ـ پولیس وایی چاودنه په کراچۍ کې د چین هیواد کونسلګرۍ سره نزدې د ګاړو په تم ځایې کې شوې ده ـ د سند صوبې د داخله محکمې سلاکار شریف الدین میمن وايي، چادونه په موټر سایکل کې له اېښودل شویو چوونکو توکو شوې چې په ریموټ کنټرول الوزول شوي ـ

دده په خبره چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو هلته ولاړو ګاړو ته پکې زیان رسېدلی دی ـ شریف الدین میمن زیاته کړې چې پولیس چارواکي په دې اړه پلټنې کوي چې د چاودنې هدف څه و او په دې کې کوم ډول چوونکي مواد کارول شوي دي ـ

XS
SM
MD
LG