د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:تحصیلدار وژل شوی، ډاکټر تېښتول شوی







په بلوچستان کې په دوو جلا جلا پېښو کې ۲ لوړ رتبه چارواکېو کې یو وژل شوی او یو تېښتول شوی. لومړۍ پېښه د ضلع واشک په سیمه کې رامنځته شوه، کله چې د لیویزو په وېنا،ناڅرګنده وسله والو د خوراک محکمې تحصیلدار،عبدالقادر په ډزو ووژلو.

دویمه پېښه په ضلع مستونګ کې شوې، چې د چارواکیو په وېنا، د بولان مېډیکل کالج، ډاکټر دین محمد ناڅرګنده کسانو تېښتولی دی.

د لومړۍ پېښې په اړه د واشک ضلعې د لیویزو رسالدار عبدالغني د مشال رېډیو له خبریال نیازموسه خېل ته وویل، د خوراک محکمې تحصیلدارعبدالقادر په یوه دوکان کې ناست وو چې ناڅرګنده موټر سایکل سپرو کسانو په ډزو ووژلی.

نوموړي زیاته کړه.٫٫پرون د یکشنبې/ اتوار په ماښام نږدې ۵ بجې دا پېښه رامنځ ته شوه خو معلومه نه ده چې دا کار به چا کړی وي؟ د هغه د کورنۍ غړي وايي چې دوی له هیچا سره هیڅ دوښمني او بدي نه لري.٬٬

رسالدار زیاتوي، دوی په پلټنو بوخت دي، چې د پېښې په لړ کې تر نورو جزیاتو ورسیږي٫٫دا وخت مو د پېښې ابتدایي رپورټ (اېفـ-آی-آر) د ناڅرګنده کسانو پر ضد درج کړی،خو دم ګړۍ څه لاس ته نه دي راغلي.٬٬

بلخوا په مستونګ ضلع کې د لیویزو په وېنا، د تیرې یکشنبې په ماښام ناڅرګنده کسانو د بولان میډیکل کالج، کوټې ایسو سي اېټ پروفیسر ډاکټر دین محمد د غنجه ډورۍ له سیمې تېښتول شوی دی .د مستونګ د لیویزو مشر،محمد اشرف په دغه اړه مشال ريډیو سره د خبرو پر مهال وویل،چې ډاکټر دین محمد له کوټې د مستونګ پر لور را روان وو،چرته چې د هغه کور دۍ ، وتېښتول شو. ٫٫موږ ته هغه وخت اندازه وشوه کله چې مو له یادې سیمې د نوموړي خالي ګاډۍ وموندله. وروسته مو لوړ رتبه چارواکې د پېښې ځای ته ورغلل او د هغوی د لومړنیو پلټنو له مخې ډاکټر دین محمد تېښتول شوی دی.٬٬

د لیویز چارواکی زیاتوي، دوی د پېښې په پلتنو لګیا دي او لا هم نه د معلومه چې ډاکټر دین محمد به چا او د څه مقصد لپاره تېښتولی وي؟ هلته په کوټه کې ٫٫بلوچ ډاکټر فورم٬٬ د ډاکټر دین محمد د تېښتونې ضد نن د کوټې په ټولو سرکاري روغتونونو کې د کاربندیز اعلان کړی.

تر دې دمه کومې ډلې په واشک کې د تحصیلدار،عبدالقادر د وژنې او په مستونګ کې د ډاکټر دین محمد د تېښتونې پړه په غاړه نه د اخیستې.


نیاز موسه خېل کوټه
XS
SM
MD
LG