د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې ۶ طالبان نیول شوي، ۳ پکې پاکستانیان دي



په کندهار کې د ملي امنيت چارواکي وايي د افغانستان او پاکستان پر پوله د دريو پاکستانيانو په ګډون يي شپږ وسله وال طالبان نيولي دي. له دوي سپکې او درانې وسلې او چونکي توکي هم برآمد شوي.

په دغو نيولو شویو کسانو کې درې له پاکستان سره تعلق لري. دوی له مېډيا سره په خبرو کې دا ومنله چې په پاکستان کې طالبانو دوی په افغانستان کې د جګړې لپاره ورلېږلي وو .

دارنګ د نورو درېو کسانو تعلق د کندهار ولايت له بېلا بېلو سيمو سره دی ، دوی له مېډيا سره په خپلو خبرو کې دا خبره ومنله چې په افغانستان کې يې په بهرنېو او افغان ځواکونو بريدونه کړي دي.
د وسله والو طالبانو لخوا تر اوسه په دې اړه کوم دريځ مخې ته نه دی راغلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG