د لاسرسي ځای

بر دیر کې طالبانو د امن لښکر د غړو وژنې پړه ومنله


تر دې مخکې هم په بر دیر کې داسې پېښې شوې دي.

تر دې مخکې هم په بر دیر کې داسې پېښې شوې دي.

غلام غوث

پېښور - د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بر دیر کې د امن د لښکر د غړو پر یوه موټر بمي برید شوی دی چې له امله یې درې تنه وژل شوي او اووه ټپیان دي.


د شرینګل تاڼې د پولیسو یوه چارواکي په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دا ګاډي له شاټ کڅه د شرینګل پر لوري روان وو چې پر لار د ښخ شوي ریموټ کنټرول بم چاودنه په وشوه.

د پولیسو چارواکي وايي، په نښه شوي ټول کسان د امن لښکر غړي دي.

د چارواکو په خبره، د ژوبل شویو کسانو روغتیايي وضع ښه نه ده.

دا پېښه د شنبې پر سهار شا و خوا اووه بجې شوې ده.

سراج الدین چې ځان د سوات د طالبانو غورځنګ ویاند بولي وايي، د دې پېښې پړه مني او وايي، په پېښه کې یې څلور کسان وژلي دي.

تر دې مخکې هم په بر دیر کې داسې حملې شوې دي.

په ۲۰۰۸ز کال کې وسله والو طالبانو د بر دیر په ډوګ دره کې خپل یو پیاوړی مرکز جوړ کړی وو.

تر دې وروسته د امن لښکر غړو دا طالبان سیمې پرېښودو ته اړ کړي ول.
XS
SM
MD
LG