د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن په پاکستان کې د روژې لومړۍ ورځ ده


تر ډېرو کالونو وروسته په لومړۍ ځل نن (د شنبې پر ورځ) په خیبرپښتونخوا کې خلکو د پاکستان له نورو برخو سره په یوه ورځ روژه نیولې ده.

تر دې وړاندې به د خیبرپښتونخوا د حکومت او قاسم علي خان مسجد تر منځ د روژې د پیل او د اختر کولو پر سر اختلاف وو.

دا په پاکستان او په خاصه توګه په خیبرپښتونخوا کې یوه سیاسي مسله هم ګرزېدلی وه. نن د پاکستان په نورو برخو کې هم د روژې د میاشتې لومړۍ ورځ ده.

د جمعې پر ورځ، په افغانستان، سعودي عرب، منځني ختیځ، ځینې افریقايي هیوادونو، امریکا او په اروپا کې د روژې لومړۍ ورځ وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG