د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان له سرو او سپینو زرو ډک هیواد دی"


د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د افغانستان د قلمرو په سلو کې په اویا برخه کې د کانونو او طبیعي زېرمو سروې بشپړه کړې ده.

د دې ادارې چارواکي وايي چې دا سروې د افغانستان د حکومت او د امریکا د دفاع وزارت په غوښتنه ترسره شوې او په نتیجه کې یې د هېواد په ګڼو سیمو کې د سروزرو او سپینوزرو، د نادرو اوسپنو او وسپنې کانونه په نښه شوي دي.

د امریکا د جیولوجیکي سروې مسوول چارواکي وايي، د افغانستان د طبیعي زېرمو د اندازې د معلومولو په مقصد د لومړي ځل لپاره د ټول هېواد د خاورې په سلو کې اویا، سروې شوې ده.

د امریکا د جیولوجیکي سروې د ادارې USGS یوه ویاند له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل، افغانستان د نړۍ لومړنی هېواد دی چې کانونه يې د یوې نوې ټکنالوژۍ په مرسته سروې شوي دي.

د USGS ویاند الکس ډیماس Alex Demas وویل، له دې پرمختللې ټکنالوژۍ څخه چې له لېرې فاصلې څخه د کشفي وسایلو په مرسته د تصویرونو په استولو سره د طبیعي زېرمو نقشې برابروي ددې لپاره کار واخیستل شو چې له افغانستان سره د خپلو طبیعي زېرمو په پېژندنه کې مرسته وشي. ډیماس زیاته کړه:

(دا تصویرونه له موږ سره مرسته کوي چې په ډېر دقت سره معلومه کړو چې یو کان په کوم ځای کې دی او دا په ځانګړي ډول د کانونو د صنعت لپاره ډېر مهم دی. د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې د پنټاګون د ثبات او سوداګرۍ د عملیاتو له څانګې سره په ګډه د دې معلوماتو په کارولو سره په افغانستان کې څلورویشت سیمې تشخیص کړي چې د سروزرو او سپینوزرو، وسپنې او نادرو اوسپنو د کانونو پراخې زېرمې لري.)

د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي چې د افغانستان دا زېرمې د کانونو په اوسني مارکېټ کې چې له اقتصادي پلوه د ودې په حال کې دی، ځانګړی اهمیت لري:

(دا نوي معلومات به د کانونو له کمپنیو سره مرسته وکړي څو هغه څه چې موږ د دې ټاکلو سرچینو په اړه پوهېږو واخلي او د افغانستان د نورو هغو زېرمو په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره کار ترې واخلي چې تراوسه نه دي کشف شوي.)

د امریکا د جیولوژیکي سروې د ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا سروې د امریکا د دفاع وزارت د سوداګرۍ او ثبات د عملیاتو د څانګې د کاري ډلې او د افغانستان د حکومت په غوښتنه شوې ده.

د پنټاګون د ثبات او سوداګرۍ د عملیاتو څانګه هغه اداره ده چې د خصوصي سکټور له ودې سره د مرستې په وسیله په افغانستان کې د ثبات ټینګولو او امنیت راوستو لپاره هڅه کوي.

دا اداره د افغانستان د کانونو په تشخیص او استخراج ته یې د نړیوالو کمپنیو د پاملرنې اړولو او مزایدې په برخه کې د افغانستان د کانونو له وزارت سره په ګډه کار کوي.

XS
SM
MD
LG