د لاسرسي ځای







امریکايي ادارې کونسل آن فارن رېلېشنز (ذ بهرنو اړیکو شورا) د وېنډا فېلباب براون یوه څېړنیزه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر وخت د سامان وړلو پر لارو بحث شوی دی. په مقاله کې له پاکستان سره د کړکېچنو اړیکو په پام کې له نیولو سره، د افغانستان له شماله د سالنګ پر لویه لار د سامان وړلو موضوع څېړل شوې ده.


کونسل آن فارن رېلېشنز په مقاله کې لیکلي، د پاکستان د قبایلي سیمې سله لا تر پېښې اووه میاشتې وروسته، په افغانستان کې ناټو پوځیانو ته د سامان وړلو له پاره اسلام اباد لارې خلاصې کړلې.

تر هغو چې دا لارې نه وې تړل شوې، هره میاشت به ۵۰۰۰ لارۍ له کراچۍ روانې شوې، له بلوچستانه به تېرېدې، د نا امنۍ ښکار له خیبر درې به روانې وې او کندهار او بګرام ته به ورسېدې.

کله چې پاکستان لارې وتړلې نو ناټو د سامان له پاره د افغانستان شمالي لارې کارول پیل کړل.

په مقاله کې راغلي، تر اووه میاشتو امریکا په بشپړه توګه پر شمالي لارو تکیه کړې وه چې په سلګونه ملیونه ډالره خرچه ورباندې راغله او امریکا ته یې سر درد هم ور پېښ کړی وو.

په مقاله کې راغلي، که څه هم پاکستان لارې خلاصې کړې خو د شمالي لارو استعمال لا هم د ارزښت وړ ځکه دی چې په روان اوړي کې ناټو خپل څه سامان له افغانستانه ایستل پیلوي.

د ۲۰۱۴ز کال تر پایه ناټو به له سامانه ډکې یو لاک کانټینرې او ۵۰ زره ګاډي له افغانستانه وباسي او هغه تېل چې نه به یې وي کارولي، هغه به هم هلته پرېږدي.

د ناټو افسران وايي، که نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف غواړي خپل ټول سامان په وخت له افغانستانه وباسي نو باید په هرو اووه دقیقو کې یو کانټینر له افغانستانه روان شي. دا کار باید همدا اوس پیل شي او اووه ورځې د اوونۍ، ۲۴ ساعته باید روان اوسي.

په څېړنیزه مقاله کې راغلي، شمالي لار نه یواځې ګرانه ده بلکې خرابه هم ده. په دې لار کې کندې دي، ډېرانونه دي، خټې دي او لار ډېره نرۍ ده.

د کابل او کندوز تر منځ د سالنګ دره ده. د ناټو لارۍ باید په سالنګ کې له سورنګه تېرې شي. دا ټنل د سمندر له سطحې ۱۲۰۰۰ فټه لوړ دی او د مرګ دام دی. د سالنګ سرنګ په ۱۹۶۴ز کال کې پخواني شوروي اتحاد جوړ کړی وو. دا سورنګ د ورځې ۱۰۰۰ ګاډو تګ راتګ له پاره جوړ شوی وو خو چې پاکستان لارې بندې کړې نو په ۲۴ ساعتونو کې له دې سورنګه ۱۰ زره ګاډي تېرېدل.

په دې سورنګ کې کاربن مونو اکسایډ او نور ګیسونه په هوا کې جمع شوي وي او که چېرې له تېلو یو ډک ټرک وچوي نو نور ټول هم ورسره چوي. همداسې یوه پېښه په ۱۹۸۲ ز کال کې شوې وه چې په کې ۹۰۰ روسان او افغانان وژل شوي ول.

که ګیس نه وي هم نو په سورنګ کې اوبه او واوره پرته وي. د سورنګ چت او دېوالونه هیڅ کله پوره نه دي جوړ کړل شوي نو ځکه ترې اوبه څاڅي. کله چې ژمی وي نو بیا په سورنګ کې هر ځای خټې پرتې وي.


په مقاله کې راغلي، که څه هم له پاکستان سره د لارو مسله هواره شوې ده خو افغان وسله والو ته پاکستان په مسلسله توګه پټنځایونه ورکړي دي او دا کار واشنګټن په غوسه کولای شي. همدا راز، پاکستان پخپله هم کمزوری دی. حکومت یې کمزوری دی، اقتصاد یې مات دی، په هیواد کې برېښنا نشته، غریبي ډېره زیاته ده او بې کاري هم په هیواد کې خپره ده.

مقاله زیاتوي، همدا لامل دی چې د افغانستان شمالي لار د ارزښت وړ ده. او دا لار به د پاکستان لخوا د خپل سرحد تړلو په صورت کې د بیمې په توګه وکارول شي.




XS
SM
MD
LG