د لاسرسي ځای

تازه خبر

راجه پرویز اشرف کابل کې سیاسي مشرانو سره وکتل



د پاکستان نوي وزیر اعظم کابل ته پخپل سفر کې د افغانستان د حکومت د سیاسی اپوزیسیون د ځینو ډلو له مشرانو سره هم وکتل.


نوموړي د ملي جبهې او ملي اتیلاف په نوم د دوو مخالفو ډلو له مهمو مشرانو ډاکتر عبدالله عبدالله، احمدضیا مسعود او محمد محقق سره کتلي .

د ملي جبهې ویاند فیض الله ذکي مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان له وزیر اعظم سره په دې کتنو کې په افغانستان کې د سولې د پروسې او په هغې کې د پاکستان د رول په اړه خبرې وشوې.

راجا پرویزاشرف د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې کابل ته راغی او مخکې تر دې چې له ولسمشر حامد کرزي او د بریتانیا له صدراعظم سره وګوري په کابل کې د خپل هیواد د سفارت نوې ودانۍ پرانیستله.

د افغانستان د ملي جبهې د ځینو غړیو په وینا، ددې ګوند مشر د پاکستان له نوي وزیر اعظم راجا پرویز اشرف سره په کتنه کې له هغه سره په سیمه کې د تروریزم او افراطیت د شتون په هلکه اندیښنه څرګنده کړه.

ددې جبهې ویاند فیض الله ذکي له دې کتنې وروسته د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې ددې جبهې مشر احمدضیا مسعود او ځینو نورو غړیو د پاکستان صدراعظم ته د سولې د پروسې په اړه ځینو وړاندیزونه هم وکړل.

ښاغلی ذکي وایي چې د ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود راجا پرویز سره په کتنه کې وویل دا چې پاکستان د افغانستان په مسایلو کې ډیر ښکیل دی نو کولای شي له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو اترو د چټکولو په په برخه کې مثبت رول ولوبوي.

د ښاغلي ذکي په وینا د پاکستان وزیر اعظم هم ویلي چې پاکستان هم له سخت دریځۍ نه زیامن شوې او غواړي چې ژر تر ژره نور په سیمه کې جنجالونه پای ته ورسیږي.

ښاغلي پرویز اشرف د سیاسي مخالفو ډلو په مشرانو کې د ملي ایتلاف له مشر عبدالله عبدالله او د ملي جبهې د یوه بل غړي محمد محقق سره هم وکتل.

له جمهور رئیس کرزي سره له لیدنې مخکې نوموړي د کابل د کارته پروان په سیمه کې د پاکستان د سفارت لپاره نوې ودانۍ هم پرانستله.

ښاغلي پرویز اشرف د سفارت نوې ودانۍ چې د پاکستان د بنسټ ایښودونکي قاید اعظم په نوم یاده شوې، د افغانستان د خلکو سره د پاکستان د ژمنې څرګندويه وبلله.

هغه وویل:

(زه باور لرم چې په کابل کې زمونږ سفیر او د هغه ټیم به د قاعد اعظم ددې نوې ودانۍ یوه تیږه هم پرینږدي چې بیځایه شي او د افغانستان او پاکستان د دوستۍ په ټینګیدو به کوښښ وکړي.
مونږ به په پاکستان او افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې کار وکړو.
په بیلابیلو برخو کې د یو قوي شراکت او یو رښتيني همکاری موجودیت د دواړو هیوادونو د ثبات او پرمختګ لپاره ډیر ضروري دی).

افغانستان ته د پاکستان د نوي وزیر اعظم د راتلو هدف د افغانستان او وسله والو مخالفینو تر منځ د سولې رامنځ ته کول دي.

د پاکستان وزیر اعظم پداسې حال کې د افغانستان او وسله والو مخالفینو تر منځ د سولې د ټینګښت په هکله د خپل هیواد د همکارۍ په هکله خبرې کوي چې مخکې تر دې پدې هیواد انتقادونه کیدل چې د افغانستان په هکله دوه ګونۍ سیاست لوبوي.

د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان پدې اند دي چې پاکستان تل په افغانستان کې د تروریزم د له منځه وړلو په هکله خبرې کړي خو د دوی په وینا تر اوسه یې پدې برخه کې لازم عملي اقدامات نه دي کړي.
XS
SM
MD
LG