د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایډز ناروغانو مړینه کمه شوېده


د ملګروملتونو سازمان په یوه تازه رپوټ کې ویلي دي ، چې د نړۍ په بی وزلو هیوادونو کې هرکال لږترلږه د ايډز په ویروس د اخته ، اته ملیونه کسانو درملنه کیږي.

دې سازمان پرون (چهارشنبه) وویل ، چې په ماشومانو کې د ایډز کچه په قراره د کمیدو په حال کې ده .

د دې سازمان په رپوټ کې ویل شوي دي، چې د زیاتو درملو د رسیدو په خاطر د افریقا په لویه وچه کې د ایډز له امله د خلکو د مړینې کچه ۳۱ فیصده را ټیټه شوې ده .

ایډز د افریقا په نیمه صحرايي برخو کې ډیر دی.

ملګري ملتونه وايي ، چې یوازې په تیر کال کې يې په بی وزلو هیوادونو کې د ایډز د درملو اندازه ۲۰ فیصده زیاته کړي ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG