د لاسرسي ځای





پامیر ساحل - مشال راډيو


پراګ:- د پاکستان په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې له ۱۰۰ د زیاتو ملکانو یوه جرګه شوې ده. په دې جرګې کې د حکومت لخوا د انتظامیې چارواکي هم ناست ول. په جرګې کې ملکانو فیصله کړې ده چې د بې پیلوټه الوتکو حملې نه وي درول شوې، تر هغو به دوی د ګوزڼ (پولیو) ضد څاڅکي ورکونکو ټولیو ته سیمې ته د ورتګ اجازه ور نه کړي. پوښتنه دا پیدا کېږي چې داسې جرګې د پرېکړې کولو له پاره تر کومه حده ازادې وي؟ همدا راز، هغه کوم عوامل دي چې د دې جرګو پر فیصلو اثر اندازه کېږي؟


په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې په شوې جرګې کې شریک یوه ملک مامور خان مشال راډیو ته وویل، پولیټیکل اېجنټ سراج احمد خان له دوی غوښتنه وکړه چې د ګوزڼ واکسین ورکوونکو ټولیو ته اجازه ورکړي چې ورشي.

ملک مامور خان وايي، د دوی دریځ دا وو چې د بې پیلوټه الوتکو حملې و نه درول شي تر هغو به ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ ضد څاڅکي ور نه کړي.

د انتظامیې او قبایلي مشرانو جرګه په داسې حال کې شوې چې میاشتې مخکې د شمالي وزیرستان د طالبانو قوماندان حافظ ګل بهادر د پولیو واکسینو ورکولو باندې بندیز لګولی وو.

ملک مامور وايي، د دوی په سیمه کې د حکومت عملداري نشته او جرګې د خلکو له غوښتنو سره سمه فیصله کړې ده.

په اسلام اباد کې مې د قبایلي چارو له کار پوه ډاکتر خادم حسینه پوښتنه وکړه چې ایا ریښتیا هم په قبایلي سیمو کې خلک نه غواړي ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ ضد څاڅکي ورکړي؟

دی وايي، قبایل نه د تعلیم ضد دي او نه هم د دې واکسینو.

دلته دا پوښتنه پیدا کېږي چې د جرګې دا فیصله څه مانا لري؟ ایا په قبایلي سیمو کې شوې جرګې په پرېکړو کولو کې له هر قسمه دباوه ازادې دي؟

په ناروې کې د قبایلي چارو کار پوهه فرحت تاج وايي، دا جرګې کله هم ازادې نه دې پاتې شوې.

خادم حسین وايي، له ۱۵ یا ۱۶ کالونو راهیسې په قبایلي سیمو کې انتظامي واک له پولیټیکل انتظامیې پوځ ته انتقال شوی، او په ټولنیزه توګه واک له ملکانو، مشرانو او با اثره کسانو، طالب قوماندانانو ته منتقل شوی دی.

د نوموړي په وینا، د دې بدلون پر ضد چې خلکو غبرګون وښود نو په سلګونه کسان ووژل شول.

دی وايي، همدا وجه ده چې هلته واکمنې ډلې په خلکو خپل دریځ مني.



د قبایلي چارو کار پوهه فرحت تاج هم له خادم حسین سره اتفاق کوي او وايي، چې د مشرانو د وژلو له وجې وېره خپره شوې ده.

له خادم حسینه مې پوښتنه وکړه چې جرګې ازادې نه دي نو ایا د یوه ټولنیز جوړښت په توګه جرګه موثره پاتې ده؟

دی وايي، د جرګې شکل د پخوا په څېر دی خو په خپل روح کې جرګه د پښتونولۍ د یوه ټولنیز دود په توګه په خپل اصلي حالت کې نه ده پاتې.

د قبایلي چارو کار پوهه فرحت تاج وايي، په قبایلي سیمو کې تر ټولو مهم او لومړی کار د سولې ځای پر ځای کول دي.

د دې په خبره، تر هغې وروسته به بیا دا ممکنه شي چې هلته د جرګې په نظام کې بدلون راوستای شي.

XS
SM
MD
LG