د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی د برتانییا و پاکستان له وزیراعظمانو سره ویني


 د افغانستان ولسمشر حامد کرزی ، د برتانییا وزیراعظم ډېوید کېمرون او د پاکستان وزیراعظم راجه پروېز اشرف
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی ، د برتانییا وزیراعظم ډېوید کېمرون او د پاکستان وزیراعظم راجه پروېز اشرف







د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي، چې نن به د پاکستان او بریتانیا له وزیراعظمانو راجا پرویز اشرف او ډیوډ کېمرون سره په افغانستان کې د سولې په پروسې خبرې وکړي.

ولسمشر حامد کرزي دغه خبره نن په کابل کې د بریتانیا له وزیراعظم ډېویډ کېمرون سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه د سولې په بهیر کې د بریتانیا ملاتړ او هڅې مهمې وبللې.


بلخوا ولسمشر حامد کرزي او د وزیراعظم ډېویډ کېمرون په افغانستان کې د یوې پوځي اکاډمۍ د جوړیدو تړون لاسلیک کړ.

حامد کرزي د بریتانیا له وزیراعظم سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې د دې موافقې له مخې به د بریتانیا روزونکي د افغانستان د ملي پوځ افسرانو ته روزنه ورکوي.

کمرون وویل، چې افغانستان او پاکستان یو شان د ترهګرۍ له خطر سره مخامخ دي او باید چې په ګډه یې پر ضد مبارزه وکړي.

تر دې وړاندې وزیراعظم کېمرون اعلان وکړچې د روان کال ترپایه به پنځه سوه پوځيان له افغانستانه وباسي. هغه وویل ، چې د نورو عسکرو د ایستلو په اړه جزیات به د راتلونکي میلادي کال په دوران کې په ډاګه کړي.

ډېویډ کېمرون چی پرون په یوه ناڅاپي سفر هلمند ته ولاړ، په لشکر ګاه کې یې له خپلو عسکرو سره او له سیمه ییزو چارواکو سره هم وکتل.

د بریتانیا نهه نیم زره عسکر په افغانستان کی د ناتو په مشری ماموریت کی خدمت کوي چې اکثره یې په هلمند کی دېره دي.

ددې برسېره د پاکستان وزيراعظم راجه پروېز اشرف نن په يو ورځني رسمي سفر کابل ته رسيدلی دی.
کابل ته د روانېدوپه وخت په چکلاله هوایی ډګر له خبريالو سره په خبرو کې د پاکستان وزيراعظم ,وويل چې د افغانستان د امن او سلامتۍ دپاره د پاکستان قربانیانې له چا پټې نه دي.

د پاکستان وزير اعظم به د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په ګډون له يو شمېر افغاني لوړ پوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو خبرې وکړي.

د افغانستان ولسمشر وياند اېمل فيضي مشال راډيو ته د پاکستان وزيراعظم د سفر په اړه وويل، د وزير اعظم په توګه تر ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته د راجه پروېز اشرف دغه لومړى سفر دى.

XS
SM
MD
LG