د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې امنيتي چارې افغان سرتېرو ته وسپار ل شوې




سید شاه سقیم - کندهار

د افغانستان په جنوب کې تر روزګان ولايت وروسته د کندهار ښار او د کندهار د دريو ولسواليو امنيتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي. افغان چارواکي وايي وبه کولای شي په خپل سر د کندهار د ورسپارل شويو سيمو امنيتي چارې خوندي وساتي.

له بهرنيو سرتېرو څخه افغان سرتېرو ته د امنيتي چارو د واک د لېږد په درييم پړاو کې د کندهار ښار او ورڅېرمه دريو ولسواليو ډنډ، دامان او ارغنداب امنيتي چارې هم له بهرنيو سرتېرو څخه رسما افغان ځواکونو په غاړه واخيستې.

د واک د سپارلو په اړه په کندهار کې د ملي اردو د دوه پېنځه اتل قول اردو په قومندانې کې غونډه شوې وه چې پکې د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر عبدالحالق فراهي، د کندهار والي او ګڼ شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکيو برخه درلوده.

د کندهار والي وياند ډاکټر توريالي ويسا افغان ځواکونو ته د واک تر لېږد وروسته خبريالانو ته وويل چې که څه هم دا مهال افغان سرتېري پوره وړتيا لري خو په خبره يې تر ټولو سترې ستونزي چې سرتيري ورسره مخامخ دي د خښو شويو ماينونو ايستل او د هوايي ځواک نه شتون دی.

ويسا وويل دا مهال چې وسله والو ماتې خوړلې او د کندهار ټولې ولسوالۍ د دوی لاسته ورغلې وسله والو د ماينونو ښخولو ته مخه کړې ده.

د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ وايي چې په کندهار کې ځانمرګيو وروستيو ډله ييزو بريدونو ته په کتو سره دوی ويلای چې سرتېري ډېر پياوړي دي او کولای شي ورسپال شوې سيمې په ښه توګه وساتي.

دی وايي دا مهال د هوايي ځواک په روزلو او تجهيزولو هم کار روان دی خو دا به وخت ونيسي.

(( فعلا د افغانستان د هوايي ځواک د پياوړي کېدو پروسه شروع شوې ده د اوسني پروګرام په اساس تقريبا يو سل او پنځه څلوېښت هېلي کپټرونه ورته په نظر کې نيول شوي دي. غير د هغو نه د خاصو عملياتو په خاطر يوه نوې هوايي لېوا جوېړېږي چې دېرش هلي کپټرونه او شل بال ثابته الوتکې به ولري ))

کندهار له پاکستان سره ګډه اوږده پوله لري او چارواکي يې وخت نا وخته ادعا کوې چې د همدغې پولې له لارې د دوی وسله وال مخالفين له وسلو سره را اوړې او دلته پر دوی بريدونه کوي.


خو ستر جنرال عبدالرحيم وردګ وايي چې د افغان ځواکونو د روزلو په څلوروم او پېنځم پړاو به کې افغان سرتېري داسې وروزل وشي چې وکولای شي پر خپل سر له ګاونډيو هېوادونو ته خپله شريکه پوله وڅاري.


دی وايي پلي ځواکونه به پوله څاري او د کومې ستونزې پر مهال به يې هوايي ځواک مرسته کوي.

(( زموږ په څلورمه او پېنځه مرحله کې به افغاني قوتونه داسې تربيه شي چې په سرحد کې به د وسله والو د تګ راتګ مخه ونيسي. دوی ضمنا بعضي تخنيکي وسايل هم ترلاسه کړي چې سرحد به پرې ساتي. زموږ زياته پاملرنه به د سرحد خواته واوړي. د هغې نقشې په اساس به موږ له تخنيکي پلوه او کشف او ترسد له پلوه به داسې وسايل ولرو چې سرحدي په ښه توګه وڅارو، د چټک غبرګون قوتونه به هم ولرو چې د هرې پېښې په اړه بېړنی غبرګون وښيي. ))

سترجنرال زياتوي چې له دې وروسته به افغان ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته واوړي او بيا به نو کولای چې مخکې له دې چې وسله وال پرې بريد وکړي دوی به يې لټوي او بيا به پرې بريدونه کوي.

په کندهار کې د ځينو ولسواليو او ښار امنيتي چارې په داسې حال کې افغان سرتېري په غاړه اخلي چې په دې وروستيو وختونو کې په کندهار ښار او ولسواليو کې يو ځل بيا د وسله والو طالبانو بريدونو او جګړو زور اخيستی دی.


وړمه ورځ د هېواد په جنوب کې د روزګان ولايت د مرکز او ټولو ولسواليو امنيتي چارې هم افغان سرتېرو په غاړه اخيستې وې.

XS
SM
MD
LG