د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو مال وړونکي ګاړي د بارېدو په انتظار ولاړ دي



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: په افغانستان کې میشت نیټو ځواکونو ته د پاکستان له لارې که څه هم د رسد وړلو لار د پرانیستلو اعلان د پاکستان حکومت نزدې دوه هفتې دمخه کړې دی او ځینې ګاړي افغانستان ته تللی هم دي خو ددې هر څه باجود د کراچۍ له بندره په باقاعده توګه د تیلو او نور سامان وړلو کار لا هم نه دی شورو شوې ـ

نیټو ته د تیل وړونکو ګاړو مالکان وایي د درسد د لارې د خلاصولو د اعلان سمدست روستو یې ګاړي تیار کړي دي خو تراوسه ورته په خپلو ګاړو کې د تیلو بارولو اجازه نه ده ورکړل شوې ـ د سوال محمد په نوم یو ټرانسپورټر وایي،

((زموږه ۵۰ فیصده ګاړي بیخي تیار ولاړ دي خو ټیکدرانو ته اجازه نه ده میلاو شوي ـ موږ هره ورځ راځو او هره ورځ راته سبا سبا وایي))

خو نیټو ته مال وړونکو ګاړو مالکان د تېرو ۴ ورځو راهسې د کراچۍ په شیرین جناح کالونۍ کې په احتجاج دي ـ دوی غوښتنه کوي چې د هغو اته میاشتو د ودریدو تاوان دې ورکړل شي ، چې ددوی ګاړي په کې ډک په ډکه ولاړ او د کاره وتلي دي ـ

د مال وړونکو ګاړو د ایکشن کمیټۍ مشر وحید مغل په دې اړه وایي،

(( ټول ګاړي د تېرو اته میاشتو راهسې ډک ولاړ دي ترڅو پورې چې زموږ واجبات چې اوس ۱ ارب،۴۰ کروړ او ۸۰ لاکه روپۍ جوړیږي ، موږ ته نه وي میلاو شوي نو نه به زموږ ګاړي د نیټو سامان بار کړي او نه نورو ګاړو ته اجازه ورکړو چې د کراچۍ له بندره نیټو ته سامان بار کړي ))

ددې ترڅنګ د ال پاکستان ایل ټینکرز ایسوسي ایشن چارواکي وایي نیټو ته د تیل وړونکو ټیکدارانو او حکومتي چارواکو سره د لارې په اوږدو کې د ټېنکرو د ډریورانو او کلینډرانو سره د ترسره کیدونکي سلوک او خطرو په اړه دوی ځینې تحفظات لري.

د یاد شوي اتحاد مرستیال مشر انور مسود وایي حکومت باید دوي ته په اوسنو سختو شرایطو کې باوري تحفظ ورکړي.

د سند امنیتي چارواکي وایي نیټو ته رسد رسونکو ګاړو ته یې د امنیت ورکولو په برخه کې حتمي پلان ترتیب کړی دی ـ د مشرقي کراچۍ د پولیسو مشر شاهد حیات وایي راتلونکو دریو ورځو کې به ددغه پلان عملي کیدل بشپړ کړي.

((په هغو لارو به پولیس ګزمې کوي چې دغه لارۍ پرې تیریږي ـ په لارو کې هغه ځایونه چې دغه مال وړونکی او تیل وړونکی لارۍ به کې ودریږي هلته به هم پولیس دوي ته تحفظ ورکوي ـ د ټرانسپورترانو سره په دې برخه کې زموږ وخت په وخت میټنګونه کیږي او راتلونکو درې ورځو کې به دا پلان عملي کړو))

د شاهد حیات په خبره د دوی د جوړ کړي امنیتي پلان سره سم به هره ورځ له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې ټینکرې له کراچۍ ځي او دا به د قافلې په شکل کې نه وي ـ د هغه په خبره د کراچۍ ښار په حدودو کې به د پولیسو ۵۰ ګاړي چې ۳۰۰ پولیس سرتیري به پکې شتون ولري ، رسد وړونکو ګاړو ته تحفظ ورکوي ـ

XS
SM
MD
LG