د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د سورلو ګاړو کې د ښځو لپاره سفر یو عذاب دی"







یو وخت وو چې ښځې به تر کوره محدوده وي خواوس داسې نه ده، هغوی د ټولنیز ژوند په ګڼو برخو کې بیلا بېل مسلکې کارونه ترسره کوي، په سکولونو کې استاذانې دي، په روغتونو کې ډاکټرانې او نرسانې دي، په حکومتي او غیر حکومتي دفترونو کې افسرانې او کارکونکې دي.

په دوی کې ډېری ښځې له یوې ستونزې ډېر زیات سرټکوي او هاغه د سورلو ګاډو کې د دوی تګ راتګ دی.

د پېښور یوه سرکاري سکول استاذه شبنم نورین وايي چې په لارو او وېګنو کې تګ را تګ له عذابه کم نه وي او خلک دا احساس نه لري چې ښځو ته ځای پرېږدي.

،، له کوره وتل جلا خبره ده خو بهر وتل او د حالاتو مقابله کول د ېوې ښځې له پاره ډېره مشکله ده، بس او وېګن ته به ښځې ولاړې وي، چاته هم احساس نه وي چې دا ښځه ده مشکل به ورته مخې ته راشي او ځای ورته پرېږدي، که حکومت مهرباني وکړي او د دې مسلې حل راوباسي،،

خبریالې رفعت انجم له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل تر ټولو غټه ستونزه دا ده چې د سورولو ګاډو کې د ښځو ځای نارینه و نیولی وي.

،،زه وینم ګورمه،خپله نوکري کومه،ماته محسوسېږي چې کله په بس سټاپ ولاړې یو، نو نارېنه برند برند ګوري دا احساس نه لري چې دا ښځې به د یوې مجبورۍ له لاسه راوتې وی، له دغه ډول حرکتونه د ښځو ژوند نور هم ګران شي،،

مهوش چې په یو موبایل کمپنۍ کې کار کوي وايي چې د مساپر ګاډو کنډېکټران د خپلي فاېدي لپاره سورلۍ راخېژوي.

،،هره ورځ په ګاړوکې تلل راتلل وي،هغوی خپلي فایدې او پېسې ته ګوري، ځای هغه شان نه وي چې څومره سورلۍ راخېژې. نو له دې وجي زنانو ته مشکل وي او د عزت خېال یې نه ساتل کېږي،،

د یوې غېر سرکاري ادارې کارکونکې عنبرین هم له مشال راډیو سره خپلې ستونزې شریکوي،

“سهار چې راوځو نو اول خو کور سنبهال کړو او بیا نور کارونه او بېا چې ځو نو ګاړي کې سېټ نه ملاوېږي، ګاړي ځای په ځای درېږي. دفتر ته ناوخته ورسو،نوانسان په ذهني توګه پرېشانه شي،،

ښځو ته د ورپېښو ستونزو په باب د پېښور ضلعې رابطه افسر جاوېد مروت وايي د دې مسلې د حل راوېستو لپاره یې کار روان کړی دی.

،،زمونږ په علم کې دا خبره شته، په دې به موږه کار کوو،خو لکه څه محکمي داسي دي چې د هاغو متعلقه چارواکو ته مووینا ده چې د ښځو لپاره د ګاړي سهولت برابر کړي او له ځینو ادارو او سکولونو سره مو په دې باب خبرې روانې دي،،

نوموړي زیاته کړه چې دوی د ټرافیک پولېس سره د ډرایورانو د تربيي په اړه د روزنې یا ټرېنګ منصوبه هم لري.

رابعه اکرم مشال راډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG