د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام د دفاع وزیر ځانمرګي برید ووژلی


د شام د دفاع وزير داود رجحه
د شام د دفاع وزير داود رجحه







د شام د دفاع وزير داود رجحه په پلازمینه دمشق کې په يوه ځان مرګي بريد کې ووژل شو. په بريد کې د ولسمشر بشارال اسد اخوشۍ د دفاع مرستیال وزیر آصف شوکت وژل شوی او د هغه د رژيم نور جګپوړي چارواکي هم ژوبل دي.

د سوریې سرکاري ټيلی وژن وايي برید ګر په منځني دمشق کې د قامی سلامتيا ودانۍ ته ننوتی دی. دا سیمه تر سخت امنيتي څار لاندې ده.

راپورونه وايي چې صدارتي ساتونکو روغتون کلابند کړی چې ورته ژوبل جګپوړي چارواکي وړل شوي دي.

برید ګر د راودا ضلعې د ملي امنیت ودانۍ کې د اسد رژیم د لوړپوړو امنیتي او پوځي چارواکو غونډه په نښه کړې.

رایټرز خبري ازانس د امنیتي سرچینو له خولې ویلي چې برید ګر د اسد په امنیتي کسانو کې د ننه د ساتونکي په توګه دندنه ترسره کوله.

امنیتي سرچینو رایټرز ته دا هم ویلي چې د سوریې د استخباراتو مشر هیشام بختیار هم په ژوبلو کې دی او تر جراحي لاندې دی.

د شام د کورنیو چارو وزیر ابراهیم الشار هم ژوبل دی خو روغیتا یې ښه ښودل شوې.

ددغه ځانمرګي برید پړه د لېوه اسلام په نامه یوې اورپکې ډلې چې په شام کې فعاله ده پر غاړه اخیستې.


دا اوسنۍ پيښه په داسي حال کې رامنځ ته شوي چې د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د شام د جګړی په اړه د قرارداد پر مسودې نن راييې اچوي.

دا څرګنده نه ده چې ايا دغه قرارداد به منظور کړل شي که یه، ځکه چې روس د قرارداد په مسوده نيوکې کړي دي.

د ملګرو ملتونو نوی قرارداد ضرورت لري چې له راتکونکې جمعي ورسته په شام کې د ملګرو ملتونو څاورنکی ماموريت وغځوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG