د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بالي ووډ لومړی وتلی ستوری مړ شو


د هندي فلمي صنعت بالي ووډ لومړی وتلی ستوری راجېش کنه
د هندي فلمي صنعت بالي ووډ لومړی وتلی ستوری راجېش کنه







د هندي فلمي صنعت بالي ووډ لومړی وتلی ستوری راجېش کنه نن په ممبۍ کې د ۶۹ کلونو په عمر ومړ. راجېش کنه چې مېنوالو به په ناز کاکا بللو په ۱۹۶۶ م کال وځلېدۍ او درې کاله وروسته د “ارادنا” نوموي فلم له وجې د خپل شهرت هسک ته وخوت.

راجېش کنه په لسګونه هندي فلمونو کې د مینې اداکاري کړې او په بالي ووډ کې د خپل فلمي کردار تر ژونده یې ۱۵۰ فلمونه جوړ کړي.

فلمي نقادان وايي، نه یوازې کنه په جوسه او رنګ ښکلی وو بلکې پر پرده د ژورې وفادارۍ او حساسې اداکارۍ له کبله په ښځينه فلم کتونکو کې یې ډېر زیات شهرت درلود.


د کنه وتلي فلمونه


روټي(ډوډۍ)، ادیکار، بابو، اونچې لوګ( بره ولس) محبوب کي مهندي( د آشنای نوکریزې) کټي پتنګ (شلېدلی پتنګ) آنند(خوشالي) ارادنا( پرستش) بې وفايي، اګر تم نه هوتې( که ته نه وائ) غوندې سوپرهیټ فلمونه ورکړي.


د کنه په اړه ویل کېږي چې هغه پرله پسې له ۱۱ نه تر ۱۵ پورې سوپر هیټ فلمونه ورکړي دي.


کنه په سیاست کې په ګام اېښودو سره پارلماني غړی هم پاته شوی او نن په خپل ذاتي کور يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې، دی له څو کلو راهیسې دسرطان په ناروغۍ اخته وو چې له همدې ناروغۍ یې ساه ورکړه.

XS
SM
MD
LG