د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهاټ:د مساپرانو موټر په بم الوتی ۱۲ تنه ووژل شول






نن سهار د کوهاټ په تانګه سیمه کي د یو ماین چاودنې ۱۲ تنه وژلي او یو شمېر یې ژوبل کړي دي .

د مشال راډيو خبریال وايي چې د سړک غاړې ښخ بم نښه د شییعه مساپرانو د سورلۍ یو پک اپ ګاړی وو چې په ظاهره فرقه ییز برید ښکاري.

دغه ګاړی له سیپوی سیمې کوهاټ ته په لاره وه چې په تانګه سیمه کې له پېښې سره مخامخ شوه.

د دغه پیښې په اړه ځايي پولیسو مشال راډیو ته وویل، چې تقریبا لس کلو وزني ماین وو چې د سورلۍ په ګاړي پسې چاودېدلی دی.

پولیس چارواکي وايي وژل شوي تول کسان خپلو خپلوانو ته سپارل شوي دي چې یوه په کې ښځه هم شامله ده.

ځايي خلکو پر دې پېښه سخته خواشيني ښودلې، له مشال راډيو سره په خبرو کې د سیمې یوه مشر وویل چې دا بې ګناه بې چاره خلک د ظلم ښکار شول په دوی کې ډېر یې د خپلو کورنیو د ګول ډوډۍ موندلو پسې وتلي ول او ډېر یې ښايي د روزې مشاتې غله دانه کورونو ته راوړل او په لاره کې ورباندې ترهګرو په نښه کړل.

د دې پیښی پړه تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستي ده .

XS
SM
MD
LG