د لاسرسي ځای

تازه خبر

"حقاني شبکه دې د ترهګرو ډلو په کتار کې ودرول شي"





د امریکا ولسي جرګې (پارلمان) له بهرنیو چارو وزارته غوښتي چې پاکستان میشته حقاني شبکه دې په بهرنیو تره ګرو ډلو په لیکه کې ودروي.

د ولسي جرګې استازو په زباني رایې سره د بل منظوري ورکړه چې په کې حقاني شبکه په افغان یاغي ډلو کې تر ټولو خطرناکه بلل شوې چې د افغانستان په ختیځ کې د امریکا په مشرۍ له نړیوالو ځواکونو سره په جګړه بوخته ده.

امریکايي چارواکي حقاني شبکه تورنوي چې په تیر سیپټمبر په کابل کې د امریکا پر سفارتخانې د حملې په ګډون يې په افغانستان کې لوی بریدونه ترسره کړي دي خو دا ډله لا هم په بهرنیو ترهګرو ډلو په فهرست کې نه ده اچول شوې.

د بهرنیو تره ګرو په لیکه لسټ کې د حقاني شبکې شاملیدل به په هر هغه چا بندیزونه لکه جنايي جریمې چې د دې شبکي لپاره یې مادي مرستې برابرې کړې وي ولګول شي او اثاثې به يې په امریکا کې کنګلېږي.


ځینې امریکايي چارواکي وايي حقاني شبکه په دې هیله د بهرنیو ترهګرو په فهرست کې نه وه شامله کړل شوې چې کیدای شي د خبرو اترو میز ته کښېني.

XS
SM
MD
LG