د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرانسوي سرتېرو قاتل افغان عسکر ته د مرګ سزا


نن په افغانستان کې يو عسکر ته د څلورو فرانسوي عسکرو د وژلو په جرم کې د مرګ سزا واورول شول.

د افغانستان د دفاع د وزارت وياند ظاهر عظيمي وايي په کابل کې پوځي عدالت عبدالصبور ته د مرګ سزا واوروله خو هغه د دې سزا په ضد اپيل کولای شي.

عبدالصبور د روان کال د جنوري پر ۲۰مه نېټه د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالی کې هغه وخت څلور فرانسوي عسکر ووژل کله چې هغوی له افغان ځواکونو سره په ګډه عمليات کول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG