د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږ کال به د پشکال بارانونه بیا تاوانونه واړوي


پروسږ کال سیلاوونو د سیند صوبې په بدین کې هم ګڼ حلک بې کوره کړل.
پروسږ کال سیلاوونو د سیند صوبې په بدین کې هم ګڼ حلک بې کوره کړل.

ظفرکریمي مشال ریډیو


کراچۍ: د پاکستان په بیلا بیلو برخو کې د پشکال بارانونه شورو شوي دي ـ د پاکستان موسمیاتو د محکمې د وینا ترمخه سږ کال هم د معمول څخه د زیاتو بارانونو امکان دی ـ د یادې محکمې د مشر عارف محمود په وینا سږ کال د پشکال د بارانونو شورو شوې لړۍ به د ستمبر د میاشتې پورې دوام ولري ـ

((سږ کال د پشکال د بارانونو لړۍ به د معمول څخه د ۵ نه تر ۱۵ فیصدو پورې زیاته وي ـ خو سږنۍ لړۍ د تیرو دوو کلونو په پرتله ډېره کمه ده ـ تېرو ددو کلونو کې د پشکال د بارانونه د معمول څخه ۷۲ فیصده زیات شوي و))

تېر کال د سند صوبې په ۲۱ ضلعو کې په لکونو خلک د سیلابونو او بارانونو څخه اغیزمن شوي و ـ د یادې صوبې له زیاتره ضلعو څخه د ایل او بي ډي په نوم نهر تیریږي ـ تېر کال په بیلا بیلو ضلعو کې د دغه نهر څنډې سیلاب وړې وې چې له امله یې په زرګونو کلي اوبو لاندې کړي وـ

پروسږ کال له سیلابه د زیاتې اغیزمنې شوې بدین ضلعې استوګن عبدالوهاب وایي ددوی په سېمه کې د نهرونو هغه غاړې چې تېر کال سیلاب وړې وې ، په مکمله توګه لاهم نه دې جوړې کړې شوې چې د پشکال د بارانونو نوې لړۍ بیا شورو شوه ـ

عبدالوهاب زیاتوي هغه پخپله او ددوی د سېمې نورو خلکو سږ کال د خټکیو فصل کرلی دی ،دغه فصل اوس پوخ دی او د روژې د میاشتې څخه به یې بر اخیستل کیږي ـ د هغه په وینا که سږ کال پرې بیا د تیرو کلنو په شان بارانونه او سیلابونه راغلل، نو د ټول کال خواري به یې په سیند لاهو شي ـ

خو د سند صوبې د اوبه خور د محکمې چارواکي وایي د ایل بي او ډي نهر هغه ټولې غاړې یې له نوي سره جوړې کړي دي چې تېر کال اوبو وړې وې ـ د یادې محکمې چارواکی سید سردار علي شاه وایی سږ کال که سیلابونه را هم شي نو سیلابي اوبه به له لښتي واوړي.

((په لښتي یا نهر کې چې کوم چاودونه راغلي و یا د لښتي څنډې اوبو وړې وې موږ په ړومبۍ مرحله کې هغه جوړې کړې ـ د لښتي سپایي مو هم کړې ده ـ ۹۲ فیصده کار مو پوره کړی دی ـ د پروسږکال په نسبت مو د ایل بي او ډي د لښتي غاړې دوه فټه نورې هم اوچتی کړي دي ـ پاتې کار به هم هفته نیمه کې سرته ورسوو ))

تېر کال د سیلاب څخه اغیزمنې شوي په زرګونو کورینۍ تراوسه خپلو کورنو ته نه دي ستنې شوي او لا هم په کیمپنونو کې ژوند کوي ـ

سیلاب ځپلو سره د مرستې کونکېی نادولتې ادارې مشر سکندر بروهي وایي په مسلسله توګه د تېرو دوو کلونو په موده کې د سیلاب او بارانونو څخه د اغیزمنتیا له امله سیلاب ځپلو سېمو کې غریبي زیاته شوې ده

((تیرو کلونو د سیلاب راورسته اوس صورتحال دادی چې د بیا رغاونې په لړ د ګوتو په شمار په غیر سرکاري ادارو یا انجووګانو نه علاوه چا هم د زړه د خلاصه کار ونه کړو ـ حکومت هم ونه کړو ـ حکومت چې له نړیوالې ټولنې کوم اپیل کړی و، هغې هم خاص ګټه ونه لرله ـ په دې وجه د سیلاب ځپلو ستونزې په هغې توګه هوارې نه کړل شوې چې اړتیا ورته لیدل کیده ))

خو د سند صوبې د بیا بحالۍ وزیر مظفر شجره وایي که سږ کال د باران او سیلاب له امله کوم بیړنۍ حالت مخې ته راځي نو دوی ورته د تیارسۍ په حال کې دي.

((موږ فی الحال زر زر دانې خېمې او دوه دوه میلونه روپۍ هرې ضلعې ته لیږلي دي ـ ددې ترڅنګ دهرې ضلعې چارواکو ته مو ویلي دي چې د اوبو پمپونه له سره تیار او بیړنو حالاتو لپاره چمتو کړي ـ د سمندري او هوایي ځواکونو مرستندویه ډلې هم چمتو دی ))

د یادونۍ وړ ده چې تېر کال هم د حکومتي چارواکو له خوا د سیلاب څخه د مخه ورته دعوې شوې وې خو بیا هم په دغه کال سیلاب یوازې د سند په صوبه کې ۹۰ لاکه خلک وځپل، چې ځینې یې لا هم په کیمپونو کې د بې کورۍ ژوند تیروي

XS
SM
MD
LG