د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستانونو کې ګوزڼ څاڅکي ورکول وځنډېدل







د طالبانو تر خبرداري وروسته په وزیرستانونو ماشومانو ته ګوزڼ څاڅکي ورکولو مهم ( کمپاين (ځنډیدلی دی.

طالبانو تیره میاشت خبرداری ورکړ چې تر هغې به د واکسین ورکولو ډلو ته اجازه ورنکړي ترڅو چې امريکا پر دې سیمه د بې پيلوټه ډرون الوتکو بریدونه نه وي درولي.

د سیمې خلک بیا وايي، که امریکا پر طالبانو حملې کوي نو طالبان بیا پر ولس ظلم کوي.

په وزیرستانونو کې پاکستاني مقامات وايي، د وسله والو طالبانو تر بندیز وروسته يې په دې سیمه کې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي کمپاین ځنډولی دی.

د دوشنبې په ورځ له وزیرستانونو پرته په ټول پاکستان کې د ګوزڼ څاڅکي ورکولو کمپاین نوې دوره پيل شوه او ټاکل شوې، چې شاوخوا څلور دیرش میلیونه ماشومان واکسین کړل شي.


یوه ځايي اوسیدونکي له سیمې پر ټلیفون مشال راډيو ته وویل، چې سخت دریځو وسله والو د ګوزڼ څاڅکي ورکولو کارکوونکیو ترڅنګ دسیمې خلکو ته هم د واکسین نه کولو خبرداری ورکړی :

( په شمالي وزیرستان کې د حافظ ګل بهادر ډلې ولس او د عامې روغتیا وزارت کارکوونکیو ته سخت خبرداری ورکړی، چې د واکسین په کمپاین کې دې برخه نه اخلي او نه دې خپلو اولادونو ته واکسینوي)

د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د وسله والو طالبانو یوې ډلې، چې جنګيالي يې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنګيږي په وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د حملو د دوام په اعتراض د پولیو کمپیاین بند کړی دی.

د پاکستان د روغتیا وزارت یوه چارواکي څو ورځې وړاندې فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي و چې ځايي امنيتي چارواکو او پوځ د امنیت ډاډ نه دی ورکړی ځکه نو دوی نشي کولی د خپلو کارکوونکیو ژوند له خطر سره مخ کړي.

وسله وال طالبان وايي امريکا دې پر وزیرستانونو د بې پيلوټه الوتکو حملې بندې کړي خو ځايي خلک بیا د واکسین بندیدل د ولس پرضد یو نه جبرانیدونکی عمل بولي :

( ښکاره خبره ده چې واکسین زموږ د اولادونو د راتلونکي لپاره ډیره ضروري ده، موږ په خپل چم ګاونډ کې ډیر داسې خلک ګورو چې د واکسین نه کولو له وجې د تل لپاره ناروغه یا شل شي خو څه وکړو ډير مجبور یو.

۲ – زما په خپل کور کې د ګوزڼ ناروغان شته، د تره زامن مې ګوزڼ وهلي دي. خلک غواړي چې خپل اولادونه واکسین کړي خو تاسو ښه پوهیږئ چې ولس بې وسه دی)

ځايي خلک وايي دوی د واکسین له ګټو ښه خبردي خو د وسله والو پر وړاندې بې وسه دي.

وسله وال طالبان او نورې سخت دریځې ډلې وايي، بهرنیان د واکسین په پلمه جاسوسي کوي.

د طالبانو دغه ادعا د تیر میلادي کال په می میاشت کې له هغه وروسته زور واخیست چې د ډاکتر شکیل اپریدي په نوم د خیبر د لواړګي روغتون یوه ډاکتر د ګوزڼ واکسین د جعلي کمپاین په پلمه د اسامه بن لادن د مو درک وموند.

په تیرو دوو کلونو کې په ماشومانو کې د ګوزڼ ویروس په پاکستان کې د کمیدا پرځای د اندېښنې وړ حده زیات شوی.

د روغتیايي چارو مسوولین وايي په شمالي و جنوبي وزیرستانونو کې به د طالبانو د بندیز په نتیجه کې شاوخوا دوه لکه ماشومان له دې واکسینه محروم شي چې دا پخپله په راتلونکي کې د یو لوی خطر سبب کیدی شي.

مجیب الرحمان انګار

XS
SM
MD
LG