د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا افغانستان کې د هرې پېښې شا ته طالبان دي؟


پامیر ساحل

د افغانستان د شنونکو نیټ ورک په نوم یوې ادارې لخوا د هالینډۍ خبریالاې بیټې ډیم په خپور شوي رپورټ کې لیکلي په دې هیواد کې حالات ډېر پېچلي دي. په دې رپورټ کې ویل شوي، د رسنیو خبریالان د تاو تریخوالي هره پېښه له طالبانو سره تړي.


په دې رپورټ کې ډیم لیکي، میاشتې مخکې په روزګان ولایت کې له شپږو کسانو سرونه پرې کړل شول چې نیو یارک ټایمز، اژانس فرانس پریس، د چین شینهوا خبري اژانس او یوې بیلجینۍ ورځپاڼې یې پړه پر طالبانو واچوله.

بیټې ډیم لیکي، حقیقت داسې وو چې د مدرسې طالبان تر خپل منځ سره وران شوي ول او له خپلو ملګرو یې سرونه غوڅ کړل.

ځانمرګي بریدونه او له خلکو سرونه غوڅول داسې دوه کارونه دي چې تر طالبانو مخکې په افغانستان کې نه ول او دا کارونه دوی دود کړل.
حبیب خان توتاخېل

نوموړې پر رسنیو انتقاد کوي چې په افغانستان کې د تاو تریخوالي هره مسله له طالبانو سره تړي. ایا ریښتیا هم داسې ده او که څنګه؟

په افغانستان کې د امریکايي وال سټریټ ژورنال خبریال حبیب خان توتاخېل مشال راډیو ته وویل، دا خبره سمه نه ده، دوی په ډېر زیار رپورټ جوړوي او د طالبانو له ویاندانو سره اړیکی نیسي.

په افغانستان کې د جرمني خبري اژانس ډي پي اې خبریال حارث کاکړ هم وايي تر هرې پېښې وروسته ورسره طالبان اړیکی نیسي یا دوی ورسره رابطه کوي او د مسوولیت په اړه ورسره خبرې کوي.

کاکړ وايي، کله کله داسې وي چې وسله والو طالبانو هیڅ یو کار نه وي کړی خو پړه یې په غاړه اخلي.

په دې اړه پوره رپورټ د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

هلته په کابل کې د سیاسي چارو شنونکی اجمل هوډ من وايي، دا ریښتیا نه ده چې په ملي اردو یا پولیسو کې دې د طالبانو زیات نفوذ وي او د دوی کسان دې بهرني پوځیان وژني.

خبریال حارث کاکړ وايي، کله کله چې په یوه پېښه کې زیات ملکي کسان ووژل شي یا ژوبل شي نو بیا یې طالبان پړه نه مني.

کله کله داسې وي چې وسله والو طالبانو هیڅ یو کار نه وي کړی خو پړه یې په غاړه اخلي.
حارث کاکړ

د وال سټریټ ژورنال خبریال حبیب خان توتا خېل وايي، ځانمرګي بریدونه او له خلکو سرونه غوڅول داسې دوه کارونه دي چې تر طالبانو مخکې په افغانستان کې نه ول او دا کارونه دوی دود کړل.

د سیاسي چارو شنونکی اجمل هوډمن وايي، طالبان چې کله غیر پښتانه افغانان ووژني نو د قامي شخړې د پیدا کېدو له اندېښنې بیا د داسې پېښو پړه نه مني.

خبریال حبیب خان توتاخېل وايي، له لرې پرتو او نا ارامه سیمو د کره خبر تر لاسه کول ډېر ګران کار دی خو دوی پوره هڅه کوي چې د هر خبر جزیات ريښتیني جزیات تر لاسه کړي.
XS
SM
MD
LG