د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وزيرستان ته د یو لک کسانو کاروان بیايي


پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان
پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان






د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان په لاهور کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې د روان کال په سیپټمبر مياشت کې به د يو لک کسانو کاروان وزيرستان ته بیايي چې نړى ته د ډرون بريدونو تاوانونه وښيي چې هلته خلک له څه ډول ستونزو سره مخامخ دي.

د پاکستان تحريک انصاف د خيبر پښتونخوا يو غړی اسد قيصر وايي چې عمران خان کله هم څه وعده کړېده نو هغه يې پوره کړېده او مثالونه یې په بلوچستان او کراچې کې د تحريک انصاف درنې جلسې دي.

د عمران خان ددغه څرګندونو په باب د جميعت علماء اسلام فضل رحمن ډلې سېنېټر حاجي غلام علي وايي، چې د فاټا ولس د خوشحالۍ او په سيمه کې د امن راوستو لپاره د عمران خان په ګډون که هر سياسى ګوند یو هڅه او کوښښ کوي نو د دوی ګوند به یې ملګرتيا کوي.

خو د عوامى نيشنل پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړې بشره ګوهر د عمران خان د دغه بیان په اړه له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، که په سياسي عمل کې دننه عمران خان په سيمه کې امن لپاره څه هم کوښښ کوي نو دا ښه خبره ده خو د امن کوښښ ته څونامى نوم ورکول کله هم ښه نه ښايي.

د قبایلي چارو کارپوه ډاکټر اشرف علي وايي، چې روان کال کې حکومت کله هم د عامو ټول ټاکنو اعلان کولای شينو همدا وجه ده چې د ولس پام ځان ته راګرځولو لپاره د ملک د سياسى ګوندونو مشران مختلف قسمه بيانونه ورکوي،

نوموړى زياته کړه چې موجوده وخت کې د وزيرستان حالات د دې جوګه نه دي چې هلته د يو لکه کسانو کاروان بوځي، ځکه چې په سيمه کې حالات ډير خراب دي او نه به هم په دومره شمېر کې خلک تلو ته زړه ښه کړي.


احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG