د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ: سیلاوونو خلک وژلي او فصلونه یې تباه کړي


په ۲۰۱۱م کال هم د سوات په کالام کې سیلاوونو سخت تاوانونه اړولي ول
په ۲۰۱۱م کال هم د سوات په کالام کې سیلاوونو سخت تاوانونه اړولي ول






مجید بابر - مشال راډيو

په باجوړ کې د اتوار د ورځې راغليو سیلاوونو دوه کسان وژلي او پینځه یې ژوبل کړي دي، د سيمی خلک وايي ، د مرګ ژوبلي تر څنګ دغو سیلاوونو په سيمه کې ولاړو فصلونو ته هم سخت زيان اړولی دی.

د برنګ تحصیل په کمال دره، مور دره، رود، او امبر سيمو کې په سلګونه ايکړه ځمکه ولاړ فصلونه له مينځه تللي دي.

د کمال درې يو کرونده ګر ګران محمد د راغلو سیلاوونو د تباهي په اړه وايي چي دده په دوه جيريبه ځمکه د جوارو فصل اوبو وړی دی اوس يې په پټي کې اوبه ولاړې دي او دده په خبره دغه ځمکه به اله بيا د کر قابله شی چی دغه اوبه ترې ووځي. دی وايي چی یک يوازې دی او بچي یې واړه دي نو نه شي کولای چي په بيلچو او کدالو دغه اوبه له خپله پټي وباسی نو ځکه ټريکټر او د اوبو ویستلو پمپ ته سخته اړتيا لري.


د برنګ تحصیل په کمال دره کې په یوه پوځي پوسته کې ناست صوبيدار لعل محمد وايي، چی سیلاوونو نه یوازې فصلونه تبا ه کړي بلکې دده په وینا ځنګلونه، میوادار باغونه او د سيمی لویې او وړې یې هم وړې دي.

دا چي آیا ددغو سیلاوونو نه پس د سیمې انتظاميی څه امدادي کاروایانې کړېدي که نه. ددې پوښتني په ځواب کې د برنګ تحصیل تحصیلدار نازمين خان وايي، د خالي او اتوار په شپه دا د باراني سیلا ب يوه چپه وه راغله او هر څه يې تباه کړل او تيره شوه. نازمين خان زياتوی، چي په سيمه کي يې د زيانونو په اړه سروې پیل کړېده او په دوه يا دريو ورځو کي به د زيانونو کره شمیره مالومه شي.

د نازمين په وينا دغو سیلاونو د يادې سيمي په ۱۲ مربع کلوميتره علاقه ولاړ فصلونه تباه کړي او دوو سکولونو ته يې هم زيان رسولی دی.

پروسږ کال هم په قبايلي سيمو کې د پشکال بارانونو او سيلاوونو خلکو ته د مرګ ژوبلي تر څنګ سخت مالي تاوانونه رسولي وو ، ځاي خلک ګیله کوي چې لا هم له دوی سره پوره مرستي نه دي شوې.

XS
SM
MD
LG