د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر بنو پولیس تاڼه ځانمرګو برید ګرو حمله کړې


 بنو په بیا بیا د وسله والو له خوا په نښه کېږي
بنو په بیا بیا د وسله والو له خوا په نښه کېږي





د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسلوالو ځانمرګو د ښځو په جامو کې د پولیسو په یوې تاڼه حمله کړې ده، چې په نتیجه کې یي درې پولیس ژوبل او خپله ځانمرګي برید ګر ووژل شول.

د بنو تاڼې یو پولیس چارواکي مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو لومړی د تاڼې په ودانۍ د لاسي بمونو حمله وکړه، او بیا یي ډزې پیل کړې ، چې پکې درې پولیس ژوبل شول او برید ګر هم ووژل شول.

په سیمه کې ګرځبندیز لګول شوی او امنیتي ځوکوانه هم سیمې ته لیږل شوې دي.

تحریک طالبان پاکستان د پیښې پړه منلې ده. له دې وړاندې هم په بنو کې دغه وسلوالې ډلې په یو جیل برید کړی وو، او خپل سلګونو ملګري یي خوشي کړي وو.

دغه وسله والو طالبانو تېره اونۍ د پنجاب په مرکز لاهور کې هم د خیبر پښتونخوا د پولیس پر یو استوګنځي په برید کې نهه تنه پولیس وژلي وو او دوه یې ژوبل کړي وو.

XS
SM
MD
LG