د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوږۍ


اوږۍ
اوږۍ


بازمحمد عابد

مينه له مينې پيدا کيږي
ما ته ډډه اوږۍ جوړه کړه
شين غمی پرې کيږده
مرغلرې تر چاپيره کړه
لاس راکړه جانانه

يوازې په پښتني ولسي سندرو کې زرګر ته د اوږۍ جوړولو فرمايش نه کېږي، بلکې اوږۍ د هرې پېغلې په زړه کې د ناويتوت ارمان راټوکوي، او دا ځکه چې څه نيمه پيړۍ د مخه اوږۍ د ناويانو په سينګار توکو کې دومره لازمې څيز و چې بې له اوږۍ نه د ناوې جوړه نيمګړې ښکاريدله.

يوې سپين سرې ادې مشال راډيو ته په يوې ځانګړې مرکه کې وويل چې د خپل واده په سينګار توکو کې يې اوږۍ هم لرله.

« اوږۍ به له سپينو زرو جوړيده، لاندې به ورته ډنډري پراته وو. غټ غټ مرغلين مزي به مو تاو کړل، هغه به مو په يوه کونډه او بله کونډه کې واچول، بيا به مو په غاړه اچوله او سينې پورې به کلکه نښتې وه. داسې شکل به يې و لکه د درې ، څلور شپو مياشت چې راختلي وي. د سپينو زرو روپۍ به ورته لاندې په زنځيرونو کې پرتې وې. ما ته يې هم په واده کې جوړه کړې وه. د کومې ناوې چې به اوږۍ نه وه نو بيا به خلکو ويلې چې اوږۍ يې نه شته، غوټۍ يې نه شته. ما ته مې خواښې خپله راکړې وه خو بيا د غريبۍ له وجې خرڅه شوه.»

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او شاعره صفيه صديقي وايي چې اوس هم د افغانستان په يو شمير سيمو کې اوږۍ رواج لری.

« اوږۍ په مختلفو ولاياتو کې په مختلفو ډولونو کارول کيږي.اوږۍ د افغانستان د شمالي ولايتونو په پښتنو کې او په تيره بيا په جنوبي ولايتونو کې اوس هم رواج لري. او اوس چې په بازارونو کې په مصنوعي بڼه جوړيږي، زه ورته خوشحاله يم او زه ورته د کلتوري ارزښت په توګه د قدر په سترګه ورګورم، ځکه چې زه يوه شاعره يم ما ترې په خپلو شعرونو کې هم ګټه اخیستېده.»

د څانګې جبارخيل په نامې يوه ځوانه انجلۍ وايي چې پخوا يې اوږۍ نه پيژندله خو اوس يې چې پيژندلې ارمان لري چې له افغاني کميس سره يې يو ځل په غاړه واچوي.

شاعر او ليکوال اباسين يوسفزی چې په خپل کلی کې يې د ښځو په غاړه اوږۍ ليدلې وې وايي چې د هرې غاړې لپاره به ځانګړې اوږۍ جوړيدله.
« اوږۍ زموږ د زنانه وو د کالو، زموږ د زنانه وو د زيوراتو يو اهم څيز و. اوږۍ به چې کله په غاړه کې ښکاريدله، نو له هغې نه به په مختلفو وختونو کې مختلفې شغلې راوتې، په لمر کې به يې يو رقم شغله کوله، په رڼا کې به بل شان ښکاريدله او د سپوږمۍ په رڼا کې به يې بيا يوه عجيبه شان رڼا کوله. نو د دهاغه وخت کالي چې دي زما ډير خوښيدل، اوس هم ما ته کله ياديږي، زه چې کله په بازار کې د انټيک په دوکانونو کې دا څيرونه وګورم، زه پرې ډير خپه شم. کاش چې دا اوس هم موږ استعمالولی.»

اوس هم د افغانستان په ځينو کليو کې د اوګيو نمونې پيدا کيږي. په جلال اباد ښار کې د سپينو زرو يا چانديو يو تن زرګر چې بريال احمد نوميږي، وايي چې له کليو نه ورته خلک د سپينو زرو جوړ سينګار توکي د خرڅلاو له پاره راوړي او له ده څخه يې خلک بهرنيو هيوادونو ته وړي.
« د سپينو زرو کار کوم. له خلکو يې اخلو، بيا يې ترميم کوو. څه همدلته داخل کې خرڅوو او څه راڅخه خلک بهر ملکونو ته وړي. دا شيان موږ ته له کليو نه کوچيان راوړي چې زموږ بيوپاران دي. موږ سره داسې د سپينو زرو سينګار توکي هم شته چې اتيا کاله، سل کاله او حتا تر يونيم سلو کلونو پورې عمر لري. ځينې څيزونه خلک د موزيم له پاره وړي، ځينې بهر ملکونو ته لکه کاناډا، لندن، جرمني او نورو ته وړل کيږي.»

ياده دې وي چې اوس هم د پښتني کلتور سينګار توکي چې له سپينو زرو څخه به جوړيدل د افغانستان په کليو او بانډو کې پيدا کيږي چې بيوپاران يې راټولوي او په څه نا څه شکل بهرنيو هيوادونو ته ليږدول ---کيږي چې هلته بيا د لرغونو توکیو یا انټيک په بيه پلورل کيږي.

XS
SM
MD
LG