د لاسرسي ځای

کراچۍ : د تشدد په تازه پېښو کې ۱۳ تنه ووژل شول







ظفرکریمي - راډیو

کراچۍ: د کراچۍ ختیځ کې پولیس وایي، د اتوار او ګل په منځنۍ شپه د کراچۍ ښار قایدآباد سېمه کې د نیمه پوځي دستو (رینجرو) پر یوه ګاړي په ریموټ کنټرول چاودنه کې ددغه ځواک ۴ عسکرسخت ژوبل شول ـ

د سېمې د پولیسو مشر امان الله مروت مشال ریډیو ته وویل چوونکي توکي وار د مخه د پېښې په ځای کې ښخ کړل شوي وو او په ریموټ کنټرول وچول شو ـ

د تشدد یوه بله پېښه د ښار په پیراباد سېمه کې مخې ته راغلې ده چې د پولیسو په وینا پکې د سي ای ډي پولیسو یو سرتیری چې حنیف نومیده په کې د نامالومه وسله والو په ډزو وژل شوي دی ـ

د همدې سېمې سره نزدې د پښتون اباد په علاقه کې د ډزو په یوه ورته پېښه کې دوه کسان وژل شوي دي ـ د سېمې پولیس وایي دواړه کسان د تبلیغي جماعت غړي و او ددوی تعلق د وزیرستان ایجنسۍ د مسود قبیلې سره و ـ پولیس زیاتوي د پېښې په اړه یې پلټنې شورو کړي دي ـ

د تشدد او اخ او ډب نورې پېښې د ښار په ملیر،سعید اباد، اورنګي ټاون ،سعیداباد او ځینې نورو سېمې کې مخې ته راغلي دي چې د ژغورنې د ادارو په خبره پکې په تېر یو شواروز کې ټولټال ۱۳ کسان وژل شوي او یو شمیر نور ژوبل شوي دي ـ

ښار کې د تاوتریخوالي د تیزې شوې لړۍ په اړه د کورنیو چارو مشر مشیر رحمان ملک تېره شپه په کراچۍ خبریالانو ته ویلي دي چې د ښارد تاوتریخوالي په پېښو کې دریم لاس ککړ دی ـ

((موږ ته د خپلو استخباراتي ادارو له پلټنو مالومه شوېده چې د ملک دشمنه عناصرو یوه ټولګی د کراچۍ په نارامیو کې لاس لري ـ دلته د پیپلز ګوند، ایم کیو ایم او ای این پي غړي وژني او په دې توګه د سیاسي ګوندونو ترمنځ دښمنۍ جوړولو ته لمن وهي ـ د کراچۍ ستونزه موږ د بلوچستان له هاغې نه شو بیلولی ـ تاسو وینۍ چې دلته د بلوچستان د بي ایل اې ډلې وګړي موجود دي ـ او تاسو دا هم وینې چې کراچۍ ته وسلې څوک راوړي)) ـ

د رحمان ملک په خبره په کراچۍ ښار کې د بدامنۍ د ختمولو په موخه یې په ښار کې د استخباراتي شبکو د سرتیرو د زیاتولو پریکړه کړې ده او هیله مند دی چې زر تر زره به د کراچۍ ستونزه قابو کړي ـ

د یادونۍ وړه چې په کراچۍ ښار کې د تېرې اوږدې مودې راهسې د تشدد پېښې دوام لري ـ حکومتي چارواکو وخت په وخت ددې پېښو د ختمولو په موخه د کوټلو ګامونو د پورته کولو اعلانونه کړي دي خو بیا هم په ښار کې د هدفي وژنو او اخ و ډب پېښې جاري دي چې هره ورځ رامنځته کیږي ـ په دغو پېښو کې د سیاسي او مذهبي ګوندونو د ګڼ شمېر غړیو برسېره د امنیتي ادارو غړي هم په نښه کیږي ـ

XS
SM
MD
LG