د لاسرسي ځای

تازه خبر

دشیخانو وسیدونکي وايي جنګ کې ددوی ماشومان مري




خالد خان :
ـــــــــــــــــــ


د اتوار په ورځ پېښور سره نږدې د خیبر ایجنسۍ په شیخان کلي کې د هوان د یو توغندي د لګیدو له امله، درې ماشومان او د هغوی مور وژل شوي او د هغوی پلار سخت ژوبل شوی دی.


داتوغندی سهار وختي، په یاده شوې سیمه کې په داسې حال کې ولګیدو چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د لشکر اسلام ډلې او ددې ډلې دمشر منګل باغ خلاف عملیات کول.

شیخان کلی دخیبر ایجنسۍ په پوله پرته سیمه ده. د یاد شوي کورنۍ غړي د هوان د توغندي د لګیدو پرمهال په خوب ویده وو.

فرانس پریس خبري اژانس ته د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي شفیع الله خان ویلي، کوم ماشومان چې په دې پېښه کې په نخښه شوي عمرونه یې د نهو کالو نه کم دي،

نوموړي چارواکي ویلي دوی ته روښانه نه ده چې د هوان توغندی د کوم لوري نه او د چا له خوانه توغول شوی وو. خو دده په وینا په سیمه کې د حکومتي ځواکونو او د منګل باغ د اورپکو ترمنځ هره ورځ د سپکو او د درنو وسلو د ډزو تبادله کیږي.

د پاکستاني چارواکو په وینا د روان کال له پیله تر اوسه په سیمه کې د جنګونو له امله د خیبر ایجنسۍ نه د دوه نیمو لکو نه زیات کسان نورو سیمو ته کډه کولو ته اړ شوي دي.

دسیمې خلک وايي د حکومت او وسله والو ترمنځ په جنګ کې تر ټولو زیات تاوان دوی ته رسیږي، وخت ناوخته د دواړو لوریو ترمنځ د ډزو په تبادله کې دوی ته د سر او مال زیانونه اوړي.

دسیمې خلکو د وژلو شویو ماشومانو جسدونه د پېښور پریس کلب ته د احتجاج په توګه راوړي وو. دوی ویل غواړي حکومت ته وښايي چې ددوی او د طالبانو ترمنځ په جنګ کې څنګه بې ګنا ماشومان له منځه ځي.
XS
SM
MD
LG