د لاسرسي ځای

تازه خبر

شیخانو کې دهوان توغندی لګیدلی،۴ مړه یو ژوبل



د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د هغو درو ماشومانو خپلوانو احتجاج کړی دی چې د دوی په خبره، د پاکستاني پوځ د توغندیو په بمبارۍ کې وژل شوي دي.


له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، دا کسان د پېښور د خبریالانو مرکز مخې ته راغلي ول او د درې ماشومانو مړي یې راوړي ول. په احتجاج کې شریک یو کس چې فاروق نومېږي مشال راډیو ته وویل توغندي چې د هر لوري ورول کیږي، بند دې شي.

د دې کسانو په خبره، له پېښور سره نېږدې د شېخانو په سیمه کې د پوځ د توغندیو په بمبارۍ کې د دوی یو شمېر کلیوال ژوبل هم دي. په وژل شویو ماشومانو کې د یوې نجلۍ عمر دوه کاله، د بل ماشوم څلور کاله او د درېیم ماشوم عمر اووه کاله دی. د پاکستان پوځ یا حکومت د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG