د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسي جرګه:حکومت دې ویښ شي، ترڅو به مشران وژل کیږي



د ولسي جرګې اداري پلاوي په یوه بیړنۍ ناسته کې پرون له حکومته یې غوښتي چې په پېښه کې د ولسي جرګې د غړي احمد خان سمنګاني د وژنې پلټنې دې وشي.


په دې اړه د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر په هیواد کې د داسې پېښو په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه،حکومت دې باید ویښ شي، تر ننه د یوې پېښې عامل هم نه دی نیول شوی.

تېره ورځ د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې د ولسي جرګې غړي احمد خان سمنګاني د لور د واده په مراسمو کې ځانمرګې حمله وشوه چې پکې د نوموړي په ګډون ۲۰ کسان ووژل شول او له ۴۰ زیات ژوبل شول.

د ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپور شوي بیان کې د وژل شویو شمېر ۱۷ ښودل شوی دی. ولسمشر دا راز د پېښې د پلټنو له پاره یو پلاوی هم ټاکلی چې مشري یې د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت اله نظري کوي. طالبانو د سمنګان په پېښه کې له لاس لرلو انکار کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG