د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هرات سلما بند رغاونې کار له ځنډ سره مخامخ دی


ژباړه: احمد تکل
سرچینه: دي هندو ورځپاڼه

د دي هندو The Hindu انګلیسي ژبې ورځپاڼې د راپور له مخې د سلما بند د بیارغونې چارې عمدتاً ځکه له سختو ستونزو سره مخامخ شوي چې نوې ډېلي نشي کولای د نوي اټکل پربنسټ د دې پروژې لګښت تایید کړي، په داسې حال کې چې دا وېره هم شته چې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو قواوو له وتلو وروسته د افغانستان امنیتي حالت نورهم خراب شي.


د سلما بند د رغاونې لګښت په پیل کې 3.5 میلیارده، خو وروسته 8 میلیارده هندي روپۍ اټکل شو. دا پروژه د 75000 هکټاره ځمکې د خړوبولو او د 42 میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

دي هندو ورځپاڼه زیاتوي، په دې پروژه کې ښکېلو کسانو ته ډېره ځوروونکې خبره د اضافي پیسو د برابرولو لپاره د بیوروکراسۍ بېغمه چلند دی او دا له هغه خطر سره چې هندي انجنیرانو د پروژې د فعال ساتلو په برخه کې په غاړه اخیستی، په کلکه په ټکر کې دی.

ورځپاڼه لیکي، دې انجنیرانو وروسته له دې چې افغان حکومت دوه ځلې دوی ته د هیلیکوپټرو له برابرولو ډډه وکړه د موټر په وسیله پر دې لارو د سفر خطر ومانه په داسې حال کې چې وسله وال طالبان ډېر وخت په دې لارو کې ماینونه ښخوي.

راپور زیاتوي، د هند د حکومت د جګپوړو امنيتي چارواکو په غونډه کې یادونه وشوه چې د پروژې د رغونې چارې ټکنۍ شوي او نژدې ده چې په ټپه ودرېږي، ځکه افغان قراردادیانو د سلمابند د پروژې پر بیارغېدو باور له لاسه ورکړی دی او دوهم لاس قراردادیان په پور د ساختماني موادو له برابرولو ډډه کوي.

سلما بند له هغو دوو پروژو څخه یوه ده چې هند یې له افغانستان سره د مرستو په ترڅ کې د رغونې مسوولیت منلی او بله یې د افغانستان د پارلمان د ودانۍ جوړول دي.

ټاکل شوې وه چې د سلما بند پروژه په 2010 کال کې بشپړه شي خو دا مهلت د دوو کلونو لپاره وځنډېد او دا ځنډ د بند د جنوبي بلاک په بیارغونه کې د خنډ باعث شو، ځکه حتی د نړیوالو ځواکونو له وتلو مخکې د دې بند په شاوخوا سیمو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمینځ نښتې شوې دي.

هغه څه چې هندي چارواکي یې اندېښمن کړي، له دې پروژې سره دښمني ده چې شواهد یې له 2009 کال وروسته لیدل شوي او ښايي د ناټو له وتلو وروسته وضعیت له ادارې ووځي.

د هرات ولایت په دې سیمه کې امنیت درې کاله مخکې هغه مهال خراب شو چې یرغمل نیونې پیل شوي او له تېرکال راهیسې طالبان نه یوازې د سلما بند د امنیتي پوستو له سرتېرو سره په نښتو کې ښکېل شول بلکې دې پروژې ته د غځېدلي 160 کیلومتره سړک په اوږدو کې یې د ماینونو خښول پیل کړل.

یوه جګپوړي هندي مقام چې د امنیتي چارواکو د غونډې له جریانه خبر دی هندو ورځپاڼې ته وویل، له استخباراتي معلوماتو وروسته په هرات کې د هند قونسلګرۍ ته اندېښنه پیدا شوه چې له افغانستان سره د هند د دوستانه مرستو دا سمبول، د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې ISI لپاره هم د سترګو اغزی دی.
XS
SM
MD
LG