د لاسرسي ځای

امریکا و پاکستان دې خپلو ګټو ته په کتو مسلې حل کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن




د امريکا فارن پاليسی مجلې د امريکا او پاکستان په اړيکو د شجاع نواز مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې نوموړي دريځ خپل کړی چې بايد دواړه هيوادونه د خپلو ګټو په روښانه کولو سره د ستونزو تل پاتی حل راوباسي.


په امريکا کې ميشت ليکوال شجاع نواز د پاکستان د پوځ د پخواني مشر جنرال آصف نواز ورور دی.


په فارن پاليسي کې د نوموړي مقالې ته ( د توپاني تعلق د آرامولو) عنوان ورکړل شوی دی.

دده په وينا د امريکا دبهرنيو چارو د وزيري هيلري کلنټن له لوري د افسوس څرګندونې د پاکستان له لاري د نيټو د سامان وړلو لپاره دروازه خلاصه کړه خو دده په خبره يوازې افسوس کيداﺉ شي د دواړو هيوادونو د اوږد تعلق لپاره کافي نه وي.


دده په خبره دواړه هيوادونه پرله پسې کوښښونو ته ضرورت لري. شجاع نواز وايې د دواړو ترمينځ بې باوري ځکه ده چې دوی خپل مقصدونه په روښانه ډول تشریح کړي نه دي.

ليکوال بيا دغه مقصدونه په ګوته کوي. دی وايي امريکا له افغانستان له ټاکل شوي پلان سره سم د وتو او وروسته بيا په دې هيواد کې د امن او استحکام لپاره يو ټينګ ملګری غواړي.

داشان د امريکا پوځ د حقاني شبکې پر ضد کاروايي غواړي خو حارجه وزارت بيا له دوی سره د خبرو اترو کوښښ کوي.

شجاع نواز بل لور ته د پاکستان په اړه ليکې چې دغه هيواد هم يو څرګنده هدف نه لري. دا هيواد د امريکا ضد تاريخي مفکورې په ذهن کې د ساتلو په لړ کې د يوې نفسياتی ناجوړی ښکار دی.

د دې هيواد په فکر امريکا يو بې وفا دوست او ناڅاپه بدليدونکی آقا دی چې سيمي ته راسي او بيا بيرته لاړه شي.

پاکستان داسي ګڼي چې ګواکې امريکا له هندوستان سره آرام احساسوي چې غواړي هغه ته په افغانستان کې پراخ رول ورکړي.

د دواړو هيوادونو پر يو بل د شکونو د تشريح کولو وروسته شجاع نواز دواړه هيوادونو ته د ځينو ګامونو اخستو وړانديزونه کوي.

دی وايې پاکستان پر ځای ددې چې پر خپله خاوره افغان طالبانو ته پناه ورکړي پکار دی د افغانستان په روغه جوړه کې مثبت کرار اداکړي.

دی دا پوښتنه راپورته کوي چې آيا پاکستاني پوځ اوس هم په راتلونکي کې د افغانستان د چلولو لپاره د حقاني شبکې په ګډون د پښتونو په اتحاد تکيه کول غواړي که څنګه ؟

دده په خبره پاکستان ياخو حقاني شبکه له شمالي وزيرستان وتلو ته هڅولای شي او يا بيا يې پر ضد د پوځي کاروايې کولو سره له يو خطرسره مخامخيداﺉ شي چې په نتيجه کې يې کیدای شي پر ضد يو بل محاذ خلاص شي چې هغه آن تر پنجاب پوري رسيدلاﺉ شي.

دی پاکستان ته وړانديز ورکوي چې بايد په افغانستان کې له غير پښتنو افغانانو سره هم خبرې اترې وکړي.

له دې وروسته ليکوال بيا امريکا ته دا مشوره ورکوي چې بايد دا خبره و مني چې ډرون بريدونه يې په پاکستان کې دننه نفرت او ويره خوروي.

دا شان پکار دی د پاکستان له لوړ پوړو پوځي چارواکو سره د عملي ګامونو لپاره د لارو چارو د لټولو په برخه کې له نوې سره خبري اتري بيا پیل کړي.

ددې ترڅنګ امريکا بايد د کيري لوګر بل له مخي له پاکستان سره د شوو مالي ژمنوپه ښه توګه او په تیزی سره د ورکولو او لګولو لپاره لارې چارې و لټوي.

په پای کې ليکوال وايي امريکا او پاکستان کې انتخابات کيدونکې دي نو په داسې حال کې دواړه حکومتونه زړورې فيصلې نشي کولاﺉ. دده په وينا د دواړو د رانږدې کولو لپاره به دډير محنت او مستقل مزاجي ضرورت وي.

XS
SM
MD
LG