د لاسرسي ځای

ولسمشر کرزي د عبدالرحمان جامع جومات پرانیستلئ


افغان ولسمشر حامد کرزی

افغان ولسمشر حامد کرزی

افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د حاجي عبدالرحمان جامع جومات نن په رسمي ډول پرانیستی دی.

حامد کرزي د جومات تر پرانیستنې وروسته په وینا کې وویل، ویاړي چې داسې یو جومات پرانیزي چې د یوه ملي سوداګر او یوه افغان انجینر په زیار جوړ شوی دی.

دا لوی جومات د کابل ښار د زرنګار په پارک کې په ۹۰۰۰ مربع میټره ځمکه پروت دی. جومات د ملي سوداګر ارواښاد عبدالرحمان او د هغه د زامنو په پانګه جوړ کړل شوی دی. د جومات ډیزاین انجینر غلام فاروق قاضي زاده جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG