د پاکستان وزیر اعظم راجا پروېز اشرف ویلي، د بلوچستان ولس ته باور ورکوي چې په صوبه کې امنیتي ادارې د اعلا وزیر د امر پابند دي او په خپل سر هیڅ کار نشي کولای.
نوموړي نن غرمه په کوټه کې د بلوچستان کابینې ته د وینا پر مهال وویل، د حکومت لومړۍ ترجیح د بلوچستان د مسلې هواری دی:
((که د چا په زړه کې غوسه ده یا خپګان دی نو موږ ورباندې بښنه غواړو. زه ټولو ته بلنه ورکوم چې د یوه ښه راتلونکې له پاره باید پر مخ لاړ شو. زه په ډېر ویاړ درته وایم چې زموږ د حکومت لومړۍ ترجېح او تګلاره د بلوچستان مسله ده.))
وزیر اعظم وویل که د بلوڅ ملتپالانو د منلو وړ غوښتنې وي نو د خبرو له لارې دې ورسره شریکې کړي.
له کالونو راهیسې بلوڅ ملتپالانو د خپلې ازادۍ له پاره وسله واله مبارزه پیل کړې ده.