د لاسرسي ځای

تازه خبر

باچوړ نښته: ۱۲ وسله وال وژل شوي


د پاکستان په قبایلي سیمه باجوړ کې چارواکي وايي، تېره ورځ له سهاره تر شېې ناوخته، د امنیتي سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ په کټ کوټ سیمه کې نښته روانه وه.

دوی وايي، په دې نښته کې ۱۲ وسله وال، دوه د امن د لښکر غړي او درې ځايي اوسېدونکي وژل شوي دي.

د دوی په خبره، دا جګړه تېره شپه ناوخته پای ته ورسېده. کټ کوټ له افغانستان سره په پوله پرته سیمه ده او د سیمې اوسېدونکي وايي، تر دې مخکې هم وسله والو دلته حملې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG