د لاسرسي ځای

بلوچستان: په مچ کې ۸ کانکیندونکي تېښتول شوي


د پاکستان د بلوچستان په مچ سیمې کې چارواکي وايي، بېګا وسله والو اته کان کیندونکي له ځانه سره بیولي دي.

د مچ د لیوي امنیتي ځواک چارواکي وايي، پېښه د پیر اسماعیل زیارت په سیمه کې شوې ده. دوی وايي، شا و خوا ۱۲ وسله وال بېګا د مزدورانو یوه استوګنځي ته ورغلل او اته مزدوران یې وتښتول. د دې کسانو د تښتونې پړه تر اوسه هیڅ یوه کس یا ډلې نه ده منلې.

تېره ورځ په بلوچستان کې وسله والو اووه کان کیندونکي وژلي ول. د دې پېښې پړه د بلوڅانو بیلتون پالې ملتپالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي په غاړه اخیستې وه. دا اووه کسان د سوات اوسېدونکي ول.

XS
SM
MD
LG