د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: یو طالب قومندان وژل شوی او درې نيول شوي







د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې افغان او بهرنيو سرتېرو عمليات کړي دي چې پکې د وسله والو طالبانو يو تن وتلی جنګی قومندان وژل شوی او درې نور ملګري يې ژوندي نيول شوي دي.

چارواکي وايي بهرنيو او کورنيو سرتېرو تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې په يو کور چاپه وهلې ده چې د وسله والو طالبانو يو تن جنګي قومندان يې وژلی او د همدغه کور د څلورو غړيو په ګډون يې اوو تنه نور ژوندي بېولي دی.

د غزني د والي د وياند فضل محمد سباوون وايي چې د وسله والو طالبانو وژل شوی قومندان ملا فاتح نومېږي. او د اندړو ولسوالۍ په جوی چهار سيمه کې وژل شوی دی.

سباوون وايي افغان او بهرنيو سرتېرو تېره شپه په همدغه کور کې د وسله والو طالبانو څلور موټر سايکلونه هم سوځولي دي.

(( د سردې د بند ( پي ار ټي ) او ملي اردو په ګډه د اندړو ولسوالۍ په جوی چار کې په يو کور چاپه وهلې ده. په دغه کور کې ګډو ځواکونو د ملا فاتح په نامه د طالبانو قومندان ځای پر ځای وژلی څلور تنه د همدغه کور غړي او درې تنه طالبان يې له ځانونو سره وړي دي. ګډو ځواکونو په کور کې د طالبانو ولاړ څلور موټر سايکلونه هم سوځولي دي ))

ملا فاتح چې خپل نوم يې محمد انور دی تېر کال يې د غزني د قره باغ ولسوالۍ له پاره د طالبانو د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله خو په دې وروستيو کې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون له پيلېدو سره نوموړی د يادې ولسوالۍ د پاره د طالبانو له خوا نظامي مسول وټاکل شوی وو .

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
په تېرو څو اونيو کې په اندړو ولسوالۍ کې دا د طالبانو څووم جنګي قومندان دی چې پاڅون کوونکي او افغان سرتېري يې وژني.

تر دې وړاندې هم په ياده ولسوالۍ کې د مغيره، ملا حليم او قاري سراج په نامه طالب قومندانانو په پرلپسې توګه د عملياتو او نښتو پر مهال ژوند له لاسه ورکړی وو .

سید شاه سقیم - کندهار

XS
SM
MD
LG