د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر درې په لاره د ناټو لپاره رسد پیل شو






د خیبر ایجنسۍ د جمردو تحصیل مرستیال پولیټیکل ایجنټ بختیار مومند مشال ریډیو ته وویل چې ناټو ته مالونه وړونکي څلور کنټینرې په جمرود( این ایل سی) یا نیشنل لاجسټک سیل کې له پلټنو وروسته د خیبر درې په لویه لاره د تورخم پلو روان شوېدې.

د هغه په خبره تر تورخمه به یې د ایف سي ځواکونه او خاصه دارو سر تیري بدرګه کوي.

په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو له پاره خواو شا اووه میاشتې پس د خیبر درې په لویه لاره دا رسد روان شوی دی.

یاده دې وي چې پاکستان د روانې میاشتې په دویمه نیټه د ناټو رسد د بیا خلاصولو اعلان کړۍ وو، خو د لس ورځو تیریدو باوجود لا هم د خیبر درې په لاره نه وو پیل شوی.

د پروسږ کال په نومبر میاشت د مومندو په سله لا پوسته د ناټو ځواکونو په هوايي برید کې د ۲۴ پاکستانی پوځیانو د وژل کېدو وروسته اسلام آباد په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو له پاره د رسد وړلو لارې تړلې وی،خو اوس يي د امریکا له خوا د بخښنې په غوښتو یو ځل بیا پرانتسې دی،،،

فرهاد شینواری خیبر






XS
SM
MD
LG