د لاسرسي ځای

تازه خبر

امن د هر بشر بنیادي حق دی


دا د بلوچستان په مستونګ سیمه کې هاغه بس دی چې لشکر جهنګوي ډلې په کې ګن شمېر په یوه بمي چاودنه کې ووژل
دا د بلوچستان په مستونګ سیمه کې هاغه بس دی چې لشکر جهنګوي ډلې په کې ګن شمېر په یوه بمي چاودنه کې ووژل




په داسې حال کې چې په بلوچستان صوبه کې له تېرو څو کلونو راهیسي د امنیت وضع ښه نه ده. او يو پلو بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې وسله واله مبارزه کوي، نو بل پلو فرقه ایزه پېښې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي. همدې ته په پام سره د سې شنبې په ورځ په کوټه کې يوه ورځنی کنفرانس تر سره شو.

امن د هر بشر بنیادي حق دی . تر عنوان لاندې دا ټول ګوندیز کنفرانس د عوامي نیشنل ګوند له لوري رابلل شوی وو، چې په کې د بلوچستان یو شمیر سیاسي او مذهبي ګوندونو ګډون درلود.
د کنفرانس برخه والو وویل: په دې صوبه کې که هر څوک په هر نامه انسانان وژني او ناامني خوروي، دوی ټول يې نه يواځې مخالفت کوي، بلکې ددوي په خبره په سختو ټکیو کې يې غندنه هم کوي .

د نېشنل ګوند يوه مشر ډاکټر اسحاق بلوڅ ددې کنفرانس په اړه مشال ته وویل:
؛ زموږ موقف دا دی، چې تر اوسه پورې په دې ټوله سیمه کې امن نه دی راغلی، او تر څو چې په سیمه مانا په افغانستان کې امن نه وي راغلی تر هغه دلته امن راتلل ناممکنه ده. او له دې سره د پاکستان په خارجه پالیسي کې باید بدلون راشي. چې له ټولو همسایه هیوادونو سره ښه اړيکې جوړي شي؛

له دې سره چې د دې غونډې برخه والو وویل: ددوی تر منځ هیڅ اختلاف نشته، خو د هزاره ډیموکرېټک ګوند مشر عبدالخالق هزاره بیا وايي: په دې صوبه کې ځيني داسې قوتونه شته، چې دده په وینا هغه غواړي همدا سیاسي ګوندونه سره لاس او ګریوان کړي.

؛ دلته چې کوم خلک ناست دي. هغه ددې پر ځای چې همدلته د خلکو ستونځې هواري کړي، بلکې داسې کارونه کوي، چې له امله يې دلته په دې صوبه کې میشت مسلکونه، قامونه او ګوندونه سره وجنګېږي؛

په دې برسیره چې د بلوچستان ډېری پښتانه او بلوڅ ملتپال د بلوچستان د ناامنیو تر شا ددې هیواد د استخباراتو لاس یادوي. نو هلته د جماعت اسلامي ګوند د صوبې مشر عبدالمتین اخوندزاده هم وايي: ددوی ګوند هم په دې نظر دی، چې په سیمه کې ددې هیواد استخباراتو مثبت رول لوبولی نه دی.

؛ دا خبره حقیقت دی. چې د پاکستان ریاست زیاتوب کوي. دروغ وايي. او ټولې اسخباراتي ادارې له ملت او قام سره غداري کوي. بې شمېره داسې پېښې شوېدي. چې په کې هر چاته ښکاري، چې دلته د خلکو په ورکېدو کې د ملیشه ځواکونو او بېل بېل ادارو لاس دی. سرکار ملامت دی. صوبايي حکومت ملامت دی. او هم ټولې ادارې ملامتې دي؛

په کوټه کې ددې ټول ګوندیز کنفرانس کوربه توب عوامي نیشنل ګوند کاوو، چې د یاد ګوند ددې صوبې مشر اورنګ زیب کاسی وايي؛ ددوي د ګوند له لومړۍ ورځې راهیسي تر ټولو لوی هدف امن او سوکالي ده. چې دده په وینا دوي به ددې لپاره بیا هم هڅې کوي.

؛ دا زموږ په بلوچستان او پښتون مېشتو سیمو کې چې دا وخت څه روان دي. موږ له کومو ستونځو سره مخ يو. نو موږ دا ذمه واري وګڼله چې موږ یو داسې کنفرانس راوغواړو. ځکه چې باچاخان موږ ته دا سوچ راکړی دی. او موږ اوس دا سوچ پر مخ بیايو؛

د ویلو وړ ده چې تر دې وړاندې د بلوچستان په ناامنه حالاتو د بېل بېل سیاسي ګوندونو له لوري همداسې ټول ګوندیز کنفرانسونه بلل شوي، خو عوامي نیشنل ګوند يواځينی ګوند دی، چې هم په مرکز کې او هم په بلوچستان صوبه کې د حکومت برخه ده، خو له هغه باوجود يې داسې کنفرانس راوباله، چې په کې برخه والو تر هر چا زیات اوسني حکومتونو ته ګوتې نیولې، چې د امنیت د ښه کېدو لپاره يې چنداني څه نه دي کړي .

خدای نور ناصر کوټه

XS
SM
MD
LG