د لاسرسي ځای

افغان او بهرنيو ځواکونو تېره شپه د وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې عمليات کړي دي چې له امله يې پېنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي. بله خوا بيا په همدې ولايت کې د وسله والو طالبانو په يو توغول شوي توغندي کې درې تنه عام وګړي ژوبل شوي دي.

د وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي چې وسله وال طالبان له بهرنيو سرتېرو سره د جګړې په موخه په يو باغ کې ناست وو چې هوايي ځواک په نښه کړي دي.

دی وايي په عملياتو کې ټپي شوي دوه تنه طالبان نورو وسلوالو په شپه کې د پېښې له ځای څخه ايستلي دي.

(( د وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې افغان او نړيوالو ځواکونو ګډ عمليات کړي دي چې پکې پېنځه تنه طالبانو په يو باغ کې وژل شوي او دوه ملګري يې ټپيان شوي دي. وسله والو طالبانو دوه تنه ټپيان د شپې په تياره کې له ځان سره د پېښې له ځای څخه وړي دي))

بله خوا بيا به تېره شپه د وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يو توغول شوی توغندی د عامو وګړو پر کور را پرېوتی دی چې له امله يې د يوې کورنې درې تنه ټپيان شوي دي.
د وردګو د والي وياند وايي چې تر پېښه وروسته افغان امنيتي چارواکي سيمې ته تللي او ټپي شوي کسان يې روغتون ته لېږدولي دي.

وسله والو طالبان دواړه پېښې ردوي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي چې نه يې ملګري په سيد اباد کې وژل شوي او هم د دوی جنګياليو د عامو وګړو پر کور توغندی ويشتی دی.

دی د توغندي پېښه د پوليسو کار بولي.

يوه اونۍ وړاندې هم بهرنيو او کورنيو سرتېرو د ورګو په چک ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د وسله والو د يو قومندان په ګډون پېنځه تنه وسله وال طالبان وژلي وو .


سید شاه سقیم - کندهار

XS
SM
MD
LG