د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا نهه تنه پولیس په لاهور کې ووژل شول





د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کې چارواکي وايي د وسله والو طالبانو په یو برید کې یوولسو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د چارواکیو د معلوماتو له مخې برید د پنجشنبې په سهار د لاهور په اچهره نومې سیمه کې د پولیسو اکاډمۍ پر یوه استوګنځی وشو.

د پنجاب انسپېکټر جنرل پولیس حاجي حبیب الرحمان په لاهور کې رسنیو ته وویل، په نښه شوې ودانۍ د پولیسو اکاډمۍ یواستوګنځی وو چې په کې له تیرو شپږو کالو راهیسې د خیبر پښتونخوا د بیلابیلو سیمو ټول ۳۲ تنه پولیس دیره وو .

(برید ګرو لومړی د استوګنځي ساتونکی په ډزو وژلی بیا یوتن په وره کې پاتې شوی او پاتې نور درې ډلې د ودانۍ بیلابیلو برخو ته ننوتي. شواهد ښيي، چې لاسي بمونه يې غورځولي اود کلاشنکوف و تمانچو ډزې يې کړي دي.
وروستي معلومات دا دي، چې نهه تنه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.))


د حبیب الرحمان معلوماتو له مخې د استوګنځي د دوو درېيو تنو ساتونکیو نه پرته نورو پولیسو وسلې نه درلودې ځکه د برید په شنډولو کې پاتې راغلل.

بلخوا د لاهور ښار پولیس مشر اسلم ترین وايي، چې ددغه استوګنځي په باب يې ټول معلومات پټ ساتلي و او هیچا ته دا نه وه معلومه چې هلته پولیس اوسیږي :

(ددې مرکز په هکله معلومات دومره پټ ساتل شوي وو چې حتی د اړوندې تاڼې یا د پولیسو ماموریت هم د دې ځای په باب معلومات نه درلودل.حمله داسې شوې، چې برید کوونکي په ناڅاپي ډول پر دغه ودانۍ ور ننوتلي، په لومړي پوړ کې يې ډزې کړي بیا برني پوړ ته ختلي او ورپسې بام ته هم پورته شوي او په هرځای کې یې پر ځوانانو ډزې کړي دي.)

که څه هم حبیب الرحمان د بریدګرو شمیر تر لسو وښود خو اسلم ترین بیا دهغوی اصل شمیره درې څلور تنه ښيي.

نوموړی وايي وژل شوي ټول د خیبر پښتونخوا د دیر او چترال اوسیدونکي وو او له تیرې څه مودې راهیسې يې د زندانونو د چارو پولیسو په یوه روزنیز مرکز کې زده کړې کولې.

پولیس وايي په دې هکله يې تحقیقات پيل کړي، چې برید کوونکي څوک و او څنګه يې ددغه پټ استوګنځي به باب معلومات تر لاسه کړي وو خو په عین حال کې وسله والو طالبانو د حملې مسوولیت منلی او ادعا يې کړې چې برید دوی کړی.

د پاکستاني طالبانو یوه ویاند رسنیو ته ویلي چې حمله يې له پولیسو دغچ اخیستو په هدف کړې او وسله وال يې بیرته خپلو خوندي ځایونو ته په ستنیدو بريالي شوي دي.

په روانه هفته کې دا دویم ځل دی چې په پنجاب صوبه پر پولیسو دغه ډول حمله کیږي.

له دې وړاندې د هفتې په پيل کې په ګجرات کې پر پولیسو دغسې حمله وشوه او اته تنه پکې ووژل شول.

مجیب الرحمان انګار – پېښور

XS
SM
MD
LG