د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د فاټا پرمختیايي منصوبې به پر وخت بشپړوو."


د پاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف
د پاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف






دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف وويل چې له فاټا دګوزڼ ( پوليو) خاتمه د موجوده حکومت په لومړیتوبونو کېده.

په سرښار اسلام آباد کې د فاټا په باب یوې غونډې ته په خپله وينا کې وزيراعظم وويل، چې انتها پسندۍ او ترهګرۍ تر ټولو زيات قبایلې سيمې ځپلې دي او که په سيمه کې روانې پرمختیايي منصوبې پر وخت مکملې شي نو په دې سره به د ځايي خکقو ستونزې تر یو خه حده کمې شي.


د متحده قبایل پارټى چيئرمين حبيب ملک اورکزی د وزیر اعظم څرګندونې تش خبرې وبللې او زیاته یې چې قبایلې لا هم د تل غوندې شاته پاته دي. او د پاکستان اوسني حکومت هم په سيمه کې تر اوسه څه زړه پورې ترقياتي کارونه نه دې ترسره کړي.

له باجوړه د پاکستان پيپلز پارټى د قامى اسمبلى غړى اخونزاده چټان د حبيب ملک اورکزي د خبرو په ځواب کې وايي چې تيرو حکومتونو قبایلي سيمې له پامه غورځولې وې خو موجوده حکومت نه یواځې په فاټا کې د تعليمي ودې لپاره کارونه وکړل بلکې د فاټا لپاره یې ترقياتي فنډونه له درې نيم اربه روپو نه اوولس اربه روپو ته ورسولو.

په شمالى وزيرستان کې ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي په ورکولو طالبان بنديز لګولی دی او هغوی دریځ لري تر څو چې د ډرون حملى نه وي بندې شوې تر هغو به د ګوزڼ څاڅکو اجازت نه ورکوي.

اخونزاده چټان وایي چې دا خلک د قبايلو دښمنان دي او دوى نه غواړي چې د فاټا ولس پرمختګ وکړي خو موجوده حکومت کوښښ کوي چې په قبایلي سيمو کې د ګوزڼ څاڅکى ټولو ماشومانو ته ورکړي.

د ماشومانو ماهر ډاکټر نور زدراڼ وایي چې پاکستان کې د ګوزڼ تر ټولو زيات کېسونه په قبايلي سيمو کې رامخى ته شويدى او له حکومت سره سره د قبایلي ولس هم دا ذمه واري جوړيږي چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکړي.


احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG