د لاسرسي ځای

نن د آبادۍ نړیواله ورځ



د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل بان کي مون نن ورځ ( چارشنبه ) د آبادۍ نړيواله ورځ ونوموله او د زېږېدني پر وخت يې روغتيايي آسانتياوو ته د ټولو خلګو د رسايي ږغ وکړی. د بانکي مون له دفتره په خپاره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د زېږېدنې پر وخت روغتيايي ستونځې د ناروغ صحت او د حامله ښځو د مرګ لوی لامل ګرځي.

په عين حال کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهنې ادارې او د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان ويلي چې اوسمهال په نړۍ کې تر ۷ اربه زيات انسانان ژوند کوي او تر ۲۰۵۰ کال پوري بايد د نړۍ کرهنيز پيداوار ۶۰ فيصده زيات کړل شي.
XS
SM
MD
LG