د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شري ناروغي په وزیرستان کې ۴ ماشومان ووژل





په شمالي وزېرستان کې د شري ناروغۍ نور ۴ ماشومان وژلي چې دا راز د تېرې څه مودې راهیسې په بېلا بیلو قبايلي سيمو کې ددې رنځ له وجې د مړه شوو کسانو شمېر ۱۷ ته رسېدلې دې.

د ځايي خلکو په وېنا ددې رنځ د زیاتیدو وجه د دې د مخ نیوي لپاره د ویکسینونو نيشتوالې دې.

د صحت د محکمې ځايي چارواکي بيا وايي چې له دوی سره د شري د مخنیوي د ویکسیونو کمی دی او په دې لړ کي يې له خپلو چارواکو غوښتنه کړې او ډېر زر به په شمالي وزیرستان کې د شری د ویکسونو ورکولو مهم شورو کړي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا سوات ضلعې د مَنګلورسيمې په یو ځايي هسپتال کې د شرې د مخنيوي لپاره تر معیاد تېرو ټیکو د لګېدو له وجې درې ماشومان مړه شوي او درې نور د سوات په سېدو شریف هسپتال کې داخل کړل شوي دي.


دسوات د صحتد محکمې مشر وايي په دې لړ کې یې تحقیقات شورو کړي دي.

XS
SM
MD
LG