د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان لارې بیا پرانستلې په کار ده پیسې ورکړو "






ژباړه قاسم خان مندوخیل


اې پي خبري اژانس خپله یو ه مقاله تر دې سرټکي لاندې کښلې چې امریکايي سېنېټرانو د پاکستان لپاره ته د پيسو پرېښودو غوښتنه کړې.

لوړ پوړو امریکايي سنېټرانو د نهې په ورځ ویلي چې اسلام آباد اوس د ناټو پر مخ تړلې د رسد مهمې لارې بیرته پرانیستلې نو په کار ده چې پاکستان ته هغه پیسې چې یو اعشاریه یو بیلیون ډالر جوړېږې ورکړل شي چې له میاشتو راهیسې درول شوې دي.

ددغه پیسو د خوشي کېدو پر وړاندې لوی خنډ تېره اونۍ اله هیسته شو، چې کله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري رودام کلنټن د سله لا پر پېښه چې په کې ۲۴ پاکستاني سرتېري د امریکا په مشری ایتلافي ځواکونو په یوه هوايي برید کې ووژل بخښنه وغوښتله او په بدل کې پاکستان د ناټو پر مخ تړلې لارې بیرته خلاصې کړلې.


کانګرس لا د مخه پاکستان ته د پيسو ورکولو منظوري ورکړې چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو خرچه ته ورکول کېږي خو لا هم دغه پیسې بندې پاتې دي.

د پوځي خدماتو د کمېتې چیرمېن کارل لېوین، د ډموکراټ ګوند له ډي میشیګن څخه او په دغه کمېټه کې د ریپیلکین ګوند یو جګپوړي غړي لینډسي ګراهام که څه هم زړه نا زړه وو ، وویل ، چې پاکستان ته دې پيسې ورپرېښودل شي.


لېوین د خبریالانو یوې ډلې ته وویل، (( حق یې نه جوړېږي چې پيسيې ورکړو، خو دا هغه پيسې دي چې د ترهګرۍ ضد جګړې په فعالیتونو او د رسد لارو په خوندي ساتلو کې یې ګټلې وې))

هغه وویل، چې دی به د پيسو پرېښودو لپاره ووټ ورکوي.


خو ګراهام وویل،((چې که چېري زموږ کمندانان په دې اند دي چې د پيسو پرېښودل د ترهګرۍ ضد جګړه کې ګټه شیندي نو هو پيسې دې ورکړل شي، هغه زیاته کړه چې پاکستان په ښه ورځ ډېر ستونزمن دی، دا یو بې باوره ملګری دی، ته هیڅ اعتبار نه شې په کولای. او غورځولای یې هم نه شې. که دا پيسې له هغه سړو او ښځو سره مرسته کوي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې سرشیندنې کوي نو ښه خبره ده چې پيسې ورته پرېښودل شي.))

د ریپیلیکن ګوند سېنېتر راند پاول د روانې میاشتې وروستو کې د دې لپاره بر ووټ اچولو ټینګار کړی چې پاکستان ته په راتلونکې کې ورکول کېدونکې پيسې نورې پرې کړل شي.

ددغه رایې اچولو نوبت ځکه راغلی چې کله پاکستان د اسامه بن لادن په موندلو کې د امریکا مرسته کونکی ډاکټر شکیل اپرېدی په ۳۳ کاله بند سزا کړ.

XS
SM
MD
LG