د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې په سلګونه څارونکې کېمرې لګول شوې






ظفر کریمي - مشال راډيو


کراچۍ: د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ ښار کې د جرمونو او بدامنۍ زیاتو شویو پېښو ته په کتو سره د سند حکومت د کراچۍ ښار په مختلفو برخو کې څارونکی کیمرې لګولې دي ددې ترڅنګ حکومت پولیسو ته په نوې ټینکنالوژۍ سمبال الات ورکړي ـ


پولیس چارواکي وایي ددې ګامونو سره به د جرمونو او وژنو شرحه راکمه شي ـ

پولیس چارواکي وایي د ښار په لویو سړکونو، اهمو ودانیو او حساسو علاقو کې یې د څارونکو کیمرو د لګونې لمړنی پړاو بشپړ کړی دی ـ د کراچۍ د پولیسو انسپکټرجنرل مشتاق شاه وایي د لګول شویو څارونکو کیمرو شمیر څه کم یو زر ته رسیږي او دا به راتلونکو څو ورځو کې په مکمله توګه کار شورو کړي.

دا ۹۷۰ کیمرې دي او دا په شاهراه فیصل ، ایم ای جناح سرک ،ریډزون ،جنوبي زون او دښار په نورو حساسو سیمو کې لګول شوي دي ـ ددې د لګولو د اولنۍ مرحلې کار مکمل شوی دی ـ راتلونکې هفته نیمه کې به دا مکمل کار شورو کړي ))

د کراچۍ ښار په مختلفو سېمو کې څو کاله مخکې د ښاروالۍ حکومت د ۳۰۰ څخه زیاتې کیمرې لګولی دي چې د څارنې کار ترې اخیستل کیږي ـ پولیس چارواکي وایي اوسنی لګول شوې کیمرې تر پخوانیو کیمرو لا زیاتې عصري او په نوې ټیکنالوژۍ سنبال دي او ددې سره ښار کې د جرمونو ، وژنو او قلنګ اخستنې کچه راکمېدای شي.

د سند صوبې د داخله محکمې ویاند شریف الدین میمن ددې کیمرو د اهمیت په باب وایي،

((ددې کیمرو تر ټولو اهم خصوصیت دادی چې یو سړی ددې د مخې نه دوه یا درې ځله تیر شي نو دا کیمرې به هغه سړی پیژني او د هغې په اړه به ځانګړې اشارې ورکوي ـ په نړۍ کې که موږ وګورو که لندن کې چاودنې شوې وې او یا په نیویارک کې چې کوم مشکوک سړی نیول شوی دا د پولیسو کامیاب عملیات و ـ او دا کارونه پولیسو د څارونکو کیمرو په مټ ترسره کړي دي ))

د شریف الدین میمن په خبره ددې کیمرو د لګولو سره به په بینکونو ډاکې،اې ټي ایم مشینونو کې غلاوې ، په زور د موبایل اخیستنې ، قلنګ اخسیتنې او هدفي وژنې په پېښو کې کمی راشي ـ او په دغو پېښو کې د ککړو عناصرو د نیولو چانسونه به زیات شي ـ

د هغه په خبره د لګول شویو کیمرو علاوه د کراچۍ پولیسو ته جي ایس ایم ټیکنالوژي هم ورکول کیږي او دغه ټینکنالوژي به په جرمونو د ککړو عناصرو لخوا د کارویدونکو موبایل فونونو له لارې د هغوی د سهي ځایونو په پیژندنه کې مرسته کوي ـ
XS
SM
MD
LG