د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام آباد ماشومانو لپاره د وړیا تعلیم بل منظور






سراج ظهير اسلام آباد


د پاکستان سينټ په اسلام آباد کې د اوسېدونکو خلکو له ٥ کالو نه تر ١٦ کالو ماشومانو لپاره تعلیم لازمي او ويړيا ګرځولو د ۲۰۱۲م کال حق بل په یوه خوله ومنلی.


پر دې مهال سينټرانو په خپلو ویناګانو کې وويل چې تعليم د يو ماشوم بنيادي حق دى او دا د رياست ذمه واري جوړيږي چې د ملک ټولو ماشومانو ته وړيا او ښه تعليم ورکړي او په کار ده چې په ټول ملک کې يو ډول تعليمي نظام جوړ کړل شي

سينټرانو غوښتنه وکړه چې د وړیا او لازمي تعلیم دا پروګرام دې نورو صوبو ته هم وغځول شي. له مشال راډيو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند سېنېټرعبدالنبي بنګش وويل چې د خیبر پښتونخوا صوبایي حکومت خو لا د وړاندې د صوبې د تعليم او پرمختګ لپاره ګامونه پورته کړي دي او غوښتنه لري د دوی په صوبه کې دې تعلیم تر لسمه پورې وړيا شي او موږ د دې بل په اړه په سينټ کې دا سوال راپورته کړ چې لومړي دې تره ګرۍ ځپلو سيمو ته تعليمي اسانتیاوې ورسول شي، هغه ه زياته کړه)) موږ له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې فاټا او خيبر پښتون خوا ته هم تعلیمي اسانیتاوې ورکړل شي چې د پښتنو بچیانو ته د ټوپک پر ځای قلم ورکړل شي))



له فاټا د يو کالج استاذ او د سياسي او قبایلي چارو کارپوه محب وزير مشال راډيو ته وويل چې په اسلام آباد کې خو شته من خلک ژوند کوي او دوی د خپل بچي د تعليم خرڅ برداشتولای شي.

د هغه په خبره که عوامي نېشنل ګوند دا وکړې چې د مفت او لازمي تعلیم دا پروګرام تر صوبې راوغځوي نو دا به ډيره ګټه وشیندي او په کار ده چې لومړی په فاټا او خیبر پښتونخوا کې په اوسني تعلیمي نظام کې نیمګړتیاوې واېستل شي.

محب وزير زیاتوي چې يو پلار خو به خپل بچې ته د سکول جامې ( وردۍ) کتاب او قلم واخلي خو ښه نظام به ورته له کومه راوړي، نو پکار ده چې صوبایي حکومت دېلوري ته خصوصي پام واړوي.

دی وايي دا رنګ بلونه خو وړاندې هم پاس شويدي خو تر اوسه په ډېرو عمل نه دی شوی
XS
SM
MD
LG