د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د خلکو په ورکېدو کې د ملیشه ځواکونو لاس دی"


په بلوچستان کې د ورکو خلکو خپلوان په کوټه کې په یوه احتجاجي کمیپ کې ناشت له سرکاره غوښتنه لري چې د دوی خپلوان دې ورخوشي کړي
په بلوچستان کې د ورکو خلکو خپلوان په کوټه کې په یوه احتجاجي کمیپ کې ناشت له سرکاره غوښتنه لري چې د دوی خپلوان دې ورخوشي کړي


خدای نور ناصر - مشال راډيو


په کوټه کې د ورکو ورکو(تري تم) کسانو د کېس د اورېدنې پر مهال د پاکستان مشر قاضي افتخار چودري وویل،)) په بلوچستان کې صوبه کې د هر درېیم تري تم کس تر شا د ملیشه ځواکونو لاس دی. د نوموړي په خبره کله چې هم د ورکو کسانو د کېس اورېدو لپاره کوټې ته راځي، نو دلته د وژل شویو کسانو خراب مړي موندل پېل شي.))


د چیف جسټس افتخار چودري په مشرۍ کې د ورکو کسانو د کېس اورېدنه د دوشنبې په ورځ بیا هم په کوټه کې پېل شوه.

چیف جسټس زیاته کړه: که څوک د بلوچستان ستونځې هوارول غواړي، نو تر هر څه مخکې باید تري تم کسان پیدا کړل شي.

ددغه اورېدنې پر مهال څلور نور ورک کسان په عدالت کې راڅرګند شو.

د تري تم کسانو وکیل کامران مرتضی وویل، يواځې يوه تن د خپلې لادرکۍ بیان عدالت ته وکړ. او پاتې نورو دریو کسانو په دې د خپلو تښتولو حال ونه وایه. هغه زیاته کړه،(( د نوروز او شوکت په ګډون څلور تنه نن راغلي وو. چې اورېدنې پر مهال يواځې يوه تن خبرې وکړې. پاتې کسانو له دې ویرې خبرې نه کولې داسې نه چې بیا پورته کړل شي. له دې څرګندېږي. چې دوی چا وړي وو. دا کسان که وېرېږي، نو ولې؟ ))

دغه اورېدنه د درې کسیزه قاضیانو ډلې د چیف جسټس افتخار چودري په مشري وکړه چې پکې جسټس خلجۍ عارف حسین او جسټس جواد ایس خواجه شامل دي .

د دوشنبې په ورځ د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ظفرالله زهري، د بلوچستان د پولیسو مشر عمر خطاب او د ملیشه ځواکونو کونسل راجه محمد ارشاد هم حاضر وو.

که څه هم چیف جسټس په دې اورېدنه کې مخامخ په ملیشه ځواکونو تور ولګاوو، چې په بلوچستان کې د هر درېیم ورک کس په پورته کولو کې د ملیشه ځواکونو لاس دی. خو نوموړي زیاته کړه، ددې مانا دا نه چې ګواکې په صوبه کې موجود د ملیشه ځواکونو شاخوا پنځوس زره سرتیري په دغه غیرقانوني کړنو کې لاس ولري. د هغه په خبره کېدای شي، يواځې پنځوس افسران يې په همداسې کړنو کې تورن وي.

له دې اورېدنې وروسته د ملیشه ځواکونو له لوري وکیل راجه محمد ارشاد رسنیو ته وویل: استخبارات د خپلې خوښې لپاره کسان نه پورته کوي، بلکې دده په خبره هغوي هغه څوک نیسي، چې د هیواد پر ضد کار کوي.

(( ددې هیواد چې څومره استخبارات دي، د هغوی له هیچا سره ذاتي دښمني نشته. او نه هم دوی بې له څه ګناه کسان نیسي او په زندان کې يې اچوي. هیڅ يوه د استخباراتو شبکه نه داسې کوي، او نه یې دا د خپلې دندې برخه ده.))


د ورکو کسانو په دې اورېدنه کې چیف جسټس چودري افتخار د بلوچستان چیف سیکریټري او د کورنیو چارو سیکريټري ته امر کړی، چې د ټولو استخباراتي شبکو د ځايي مشرانو غونډه دې راوبلل شي، او د تري تم کسانو د موندنې لپاره دي کوټلي ګامونه پورته کړل شي.
XS
SM
MD
LG