د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ تشدد: ۶ تنه وژل شوي دوه د اې این پي غړي دي


په کراچۍ کې د عوامي نېشنل پارټۍ د جلسې یو تصویر
په کراچۍ کې د عوامي نېشنل پارټۍ د جلسې یو تصویر




د پاکستان د سیند صوبې په صنعتي ښار کراچۍ کې د اخ و ډب او تشدد په پېښو کې له پرون مازیګر راهسې د عوامي نیشنل ګوند د دوه غړو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي ـ


د اې اېن پي چارواکي وایي نامالومه کسانو د شفیق موړ په سېمه کې ددوی د صوبایي جواینټ سیکرېټري اسماعیل مسود په موټر ډزې کړي دي. له بریده اسماعیل مسود روغ رمټ راوتی خو د هغه سره په ګاړي کې ناست ددغه ګوند بل غړی شکیل وژل شوی دی ـ

د عوامي نیشنل ګوند چارواکي زیاتوي د ددوی د ګوند یو بل غړی نصیب ګل د ښار نارت ناظم اباد په سېمه کې دنامالومه وسله والو په ډزو وزل شوی ـ

د تاوتریخوالي په نورو پېښو کې د ښار په بیلابیلو برخو کې د مذهبي ګوند سني تحریک د یو غړي په ګډون درې نور کسان وژل شوي دي ـ

په کراچۍ ښار کې له اوږدې مودې راهسې د تاوتریخوالي پېښې دوام لري چې زیاتره یې سیاسي،مذهبي او لساني بڼې لري ـ
XS
SM
MD
LG